د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د سرپرستې ادارې په رسمیت پیژندل په بشپړه توګه له بحث څخه بهر دي.

پټېل دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د اپرېل په ۱۷ مه د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې په یو سیمینار کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه د یو کنفرانس په جوړولو غور کوي.



په ورته وخت کې د افغانستان د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راغونډې شوې او د افغانستان په اړه د ویانا په دوهم کنفرانس کې یې ګډون کړی.

تر اوسه د دغه کنفرانس د بحثونو جزییات نه دي خپاره شوي، خو تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت جبهې اعلان کړی و، چې "د دغه کنفرانس تمرکز د سیاسي، مدني او پوځي خوځښتونو او د طالبانو د مخالفو فعالانو ترمنځ د باور پر پیاوړتیا او همداشان د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت دوام او پراختیا، پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو د فشارونو زیاتول او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو د طرحې جوړول دي."


ویدانت پټیل د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د دوحې او ویانا د کنفرانسونو کې د بحث پر مسایلو خبر نه دی، خو ټینګار یې وکړ چې متحده ایالاتو د طالبانو د هر ډول په رسمیت پیژندلو موضوع د "میز له مخ څخه لرې کړې ده."

پټېل زیاته کړه چې د طالبانو په اړه د امریکا دریځ په ټولیز ډول څرګند دی. د هغه په وينا، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې کړې دي. پټېل زیاته کړه چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د طالبانو په رسمیت پیژندلو کې "یو لوی خنډ" دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مقام همداشان وویل چې طالبانو ښځې او نجونې چې د افغانستان د نفوس نیمایي نفوس جوړوي، په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې له ګډون څخه بې برخې کړي او دا کار د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.


د افغانستان سره د امریکا بشري مرستې

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره امریکا له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړي چې مجموعي ارزښت یې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات دی.

ښاغفلي پتیل د امریکا غږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحده ایالاتو ژمنې دوامداره دي.


هغه له افغانانو سره د امريکا د مرستو د دوام په اړه وويل: "[د امريکا دريځ] په دې برخه کې ډېر څرګند دى. امريکا اوس هم له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو ستر تمويلونکى هېواد دى."

خو پټېل ټینګار وکړ چې متحده ایالات له افغانانو سره خپلې مرستې په داسې ډول کوي چې طالبان ورته لاس رسی ونه لري.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دې هیواد کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیمي فعالیتونو ډېر محدودیتونه وضع کړل. دې ډلې نه یوازې ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته یې له تګ څخه هم منع کړي دي.

طالبان یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د لوست اجازه ورکوي. سربیره پردې، میرمنې د تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او ورزشي کلبونو ته له تګ منع دي.

XS
SM
MD
LG