د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا ۵۰ کاله وروسته سپوږمۍ ته انسانان استوي؛ نومونه یې اعلان کړل


په دې ډله کې کریسټینا کوچ، لومړنۍ ستورمزلې او ویکټور ګلور، لومړنی تورپوستی دی چې سپوږمۍ ته روان دي.
په دې ډله کې کریسټینا کوچ، لومړنۍ ستورمزلې او ویکټور ګلور، لومړنی تورپوستی دی چې سپوږمۍ ته روان دي.

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) د دوشنبې په ورځ مارچ درېیمه (وري ۱۴) سپوږمۍ ته د پلان شوي سفر دپاره د څلورو ستور مزلو نومونه اعلان کړل.

دا په څه باندې ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې انسانان به سپوږمۍ ته ځي.

په دې ډله کې کریسټینا کوچ، لومړنۍ ستورمزلې او ویکټور ګلور، لومړنی تورپوستی دی چې سپوږمۍ ته روان دي.

امریکايي ستورمزلی ریډ وایزمن ددې ډلې مشري کوي او په دغې ډلې کې د جرمي هینسن په نوم یو کاناډايي ستورمزلی هم شامل دی.

دا په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو له تاریخي ماموریت وروسته، لومړی ځل دی چې انسانان دومره لوړې فضا ته خیژي.

ټاکل شوې ده چې د "ارټیمیس دوه" فضايي بیړۍ د ۲۰۲۴ په نومبر کې د سپوږمۍ په لور وخوځیږي. دا بیړۍ په راتلونکي کې مریخ ته د تللو پلان هم لري.

سپوږمۍ ته تلونکو ستورمزلو له دې وړاندې په نړیوال فضايي سټېشن کې ماموریت ترسره کړی دی.

کریسټینا کوچ، چې لومړنۍ ښځه سپوږمۍ ته ځي، وايي دا ماموریت یوازې سپوږمۍ ته د تللو او بیرته راستنېدو په اړه ندی بلکې "دا مریخ ته د انسانانو د رسېدو په لور ګام دی."

مریخ ته سفر

سپوږمۍ ته د سفر مشر ستورمزلي ریډ وایزمن وویل چې ددې سفر دپاره "ځانګړي ستورمزلي" ګومارل شوي دي. هغه زیاته کړه: "که څه هم موږ د خپل هېواد استازیتوب کوو خو غواړو چې ټوله نړۍ راسره پدې سفر کې ملتیا وکړي."

ناسا غواړي چې په ۲۰۲۵ کې انسانان سپوږمۍ ته ولیږي او په دې ډول تر ۲۰۴۰ کال پورې مریخ ته د انسانانو د تللو دپاره لار هواره شي.

سپوږمۍ ته د "ارټیمیس دوه" فضايي بیړۍ لس ورځنی ماموریت به لوړې فضا ته د انسانانو د لیږلو دپاره د ناسا وړتیاوې وښيي.

دغې بیړۍ په دسمبر کې د سپوږمۍ چارچاپېره دوره بشپړه کړه او په خوندي ډول ځمکې ته راستنه شوه. ددغه ۲۵ ورځني ماموریت پر وخت په بیړۍ کې انسانان نه وو.

XS
SM
MD
LG