د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا لومړی روباتیک هلیکوپتر په مریخ کې پرواز کوي


دا به لومړی ځل وي چې یوه کنترول کېدونکې وسیله له ځمکې څخه د باندې بلې کرې کې الوځول کیږي
دا به لومړی ځل وي چې یوه کنترول کېدونکې وسیله له ځمکې څخه د باندې بلې کرې کې الوځول کیږي

تمه ده چې د امریکا د فضايي څېړنو اداره (ناسا) به تر سبا دوشنبې (اپریل ۱۹) پورې په مریخ کې خپل لومړی روباتیک هلیکوپتر والوځوي.

باید دا هليکوپتر تېره اونۍ الوتی وای، خو د فني او تخنیکي ستونزو له کبله دا کار وځنډول شو.

دا به لومړی ځل وي چې یوه کنترول کېدونکې وسیله له ځمکې څخه د باندې په بلې کرې کې الوځي.

ناسا وايي د دغه هلیکوپتر ماموریت د مریخ د وضعیت او شرایطو په اړه د مهمو معلوماتو راټولول دي.

دغه اداره وايي چې د هلیکوپتر له لوري ټولېدونکي معلومات به په څو ساعتونو کې ځمکې ته راولېږدول شي.

د ناسا کارپوهان وايي‌ چې په مریخ کې هوا ډېره نازکه ده او له همدې کبله به د دغه روباتیک هلیکوپتر الوځول ستونزمن او ننګوونکي وي.

XS
SM
MD
LG