د لاس رسي وړ اتصالات

له اپولو نیمه پېړۍ وروسته؛ ناسا سپوږمۍ ته نوې فضايي بېړۍ استوي 


له کلونو ځنډ او د میلیاردونو ډالرو له لګښت وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو فضايي ادارې (ناسا) سپوږمۍ ته د یوې نوې فضايي بېړۍ د استولو تابیا کړې ده.

ټاکل شوې دا فضایي بېړۍ، چې ۹۸ متره اوږده ده، د اګست په ۲۹ نېټه په فلورېډا کې د کنیدي له فضايي مرکز څخه سپوږمۍ ته واستول شي. ناسا پنځه لسیزې مخکې د اپولو په نامه یوه بله فضايي بېړۍ هم سپوږمۍ ته استولې وه.

که دا نوې ټولې ازموینې بریالۍ شي، ناسا به په ۲۰۲۴ کې د سپوږمۍ مدار ته ستور مزلي استوي او تر ۲۰۲۵ کال پورې به په سپوږمۍ کې ستور مزلي پلي کړي.

ناسا وايي چې سپوږمۍ ته دا ازمایښتي پرواز به شپږ اوونۍ نیسي خو که کومه ستونزه پیدا شوه، شاید دا سفر لنډ شي.

په دغه ازمایښتي سفر کې انسان ته ورته درې مصنوعي وسائیل د بېړۍ په څوکیو کې کښینول کېږي.

د اوریون په نامه دا کپسول په عصري تکنالوژۍ سمبال دی. دا وسیله چې د ستورمزلي رول لوبوي، مختلف مواد په کې کارول شوي او د انسان نسج ته ورته دي چې د کیهاني وړانګو اندازه معلومه کړي او دا په هوايي پروازونو کې تر ټولو خطرناکه وړاندوینه ده.

اوریون له پرواز یوه اوونۍ وروسته به ځان سپوږمۍ ته نژدې رسوي او د بېلا بېلو برخو ارزونه به یې کوي، خو د دغه کپسول تر ټولو سخته دنده هغه وخت پیلیږي کله چې په ساعت کې د ۴۰زره کیلو متر په واټن کې د ځمکې اتموسیفر ته داخل شي.

په دغه سرعت سره دا کپسول خورا زیات ګرمېږي خو هغه مواد چې په دې کې کارول شوي دي د حرارت په مقابل کې قوي مقاومت لري او نه یې پرېږدي چې کپسول ته ننوځي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د فضايي تحقیقاتو د انستیتوت بنسټګر جان لاګسدون دا ماموریت خورا ګران وګاڼه او وویل چې ستونزې په مخکې لري.

هغه وویل: « دا به سپوږمۍ، مریخ او له هغوی وراخوا دوامداره تحقیقاتو لپاره لومړی ګام وي. ایا د کوم لوی زیان په صورت کې به متحده ایالتونه دا پروګرام مخې ته یوسي؟»

یوازې سپوږمۍ ته د دغې فضايي بېړۍ په استولو څه باندې څلور میلیارد ډالر لګښت راځي او تر ۲۰۲۵ کال پورې چې ستور مزلي به په سپوږمۍ کې پلي کوي، د دغه ماموریت لګښت به ۹۳ میلیارد ډالرو ته رسي.

XS
SM
MD
LG