د لاس رسي وړ اتصالات

په سویس کې په یو کور له چاودنې وروسته څلور مړي موندل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په سویس کې پولیس وايي د پنجشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) یې د هغه کور په کنډوالو کې یې څلور مړي موندلي چې په یوې چاودنې او اورلګېدو کې ویجاړ شوی دی.

پولیس چارواکي‌ وايي پېښه د سویس د «ایوردون لس باینس» په سیمه کې شوې ده. لومړۍ اور لګېدلې بیا چاودنه شوې ده.

فرانس پرس اژانس د پولیسو د یو ویاند فلورینس مایلارد له خولي لیکي: «اور دا ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده او په کې مېشت ځینې کسان مړه شوي‌ او مړي یې په کنډوالو کې موندل شوي دي.»

پولیس مقامات وايي چې په پېښه کې «څلور تنه مړه شوي‌ او د یو ماشوم لټون روان» دی. سیمه ایزې رسنۍ وايي چې په دې کور کې پنځه کسان اوسېدل.

د اطفايې مامورین په ړنګې شوې ودانۍ کې لیدل کېږي چې لټون کوي او له سوځېدلې ودانۍ څخه لا هم لوګي پورته کېږي. د پېښې ځای ته پولیس او امبولانسونه هم استول شوي ‌دي.

د پېښې علت لا معلوم نه دی او پولیس وایي چې په اړه یې تحقیقات پیل کړي. پولیسو همدغه راز د دغې پېښې په اړه د شواهدو ټولول پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG