د لاس رسي وړ اتصالات

په ریل گاډي کې بمي چاودنې بلوچستان کې څلور تنه ووژل


عکس: ارشیف - په کویټه کې په یو مسافر وړونکي ریل گاډي کې چاودنه
عکس: ارشیف - په کویټه کې په یو مسافر وړونکي ریل گاډي کې چاودنه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یو ریل گاډي کې بمي چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې څلور تنه وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ناصراباد سیمې د پولیسو مشر عرفان بشیر ویلي چې پدې پیښه کې "یوه کوچنۍ نجلۍ، د هغې مور یې او دوه تنه نور وژل شوي دي".

دغه ریل گاډی د پیښور نه د بلوچستان مرکز کویټې ښار ته روان و چې په بمي چاودنه کې یې شپږ دبۍ چپه شوي دي.

تر اوسه د پیښې مسؤلیت چا ندی منلی. خو د رویترز اژانس په وینا په بلوچستان کې چې پراخې طبیعي زیرمې لري بیلتون غوښتونکي د کلونو راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد جنگیږي او پخوا یې څو ځلې پر ریل گاډو باندې بریدونه کړي دي.

دا په تیرو دوو اونیو کې پر ریل گاډو باندې دوهم برید و. پولیس وایي چې په مخکنې چاودنه کې چا ته زیان نه و رسیدلی.

بلوچستان د چین د "یو کمر بند یوې لارې" د پروژې مهمه برخه ده چې په پاکستان کې یې پرې ٥٧ ملیارد ډالره پانگونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG