د لاس رسي وړ اتصالات

څلور افغان مهاجر په یونان کې د کډوالو د کمپ په سوزولو تورن شوي


د یونان یوې محکمې څلور تنه افغانان د لسبوس په ټاپو کې د موریا په نامه د مهاجرو کمپ ته په قصدي توګه په اور اچولو تورن کړل.

دغو څلورو تورنو افغانانو د سپتمبر په اتمه (وږي ۱۸) د موریا د مهاجرو کمپ ته اور اچولی و چې له کبله یې د دغه کمپ زیاته برخه وسوزیدله.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې دوه کم عمره پناه غوښتونکي هم د موریا کمپ د اور په تړاو نیول شوي، خو دغه دوه تنه په رسمي توګه د محکمې له لورې ندي تورن شوي.

دغه تورن کسان چې نومونه یې ندي ذکر شوي د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۶) د لسبوس ټاپو محکمې ته حاضر او د محکمې د مقدماتي جلسې وروسته بیرته د پولیسو توقیف ته انتقال شول.

چارواکو تر اوسه پورې د لسبوس د مهاجرو د کمپ په سوځولو باندې د تورنو افغانانو نومونه ندي ذکر کړي.

دغه څلور افغان مهاجر چې د اور اچولو تر څنګ پرې د ناارامۍ د رامنځ ته کولو، د خلکو ملکیتونو ته د تاوان رسولو، په غیر قانوني توګه له زور نه د کار اخیستلو او د پولیسو د ټيې کولو په هڅې تورن شوي، درې ورځې وخت لري چې خپله دفاعیه جوړه کړي.

د موریا کمپ په اور لګیدنه کې چې په اروپا کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ ګڼل کیږي چا ته ځاني زیان ندی رسیدلی، خو دا اور ددې سبب شو چې په کمپ کې اوسیدونکي ۱۲ زره مهاجر بې کوره شي او زیات شمیر لا هم په کوڅو کې شپه او ورځ تیروي.

یوناني مقاماتو ویلي چې په موریا کمپ کې اور لګیدنه عمدي وه او هغه پناه غوښتونکي چې د کروناویروس له وجې په لګیدلو محدودیتونو باندې یې اعتراض درلود ددې کار عاملین دي.

پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د یونان په لسبوس ټاپو کې د اوسیدونکو مهاجرو د پناه غوښتنې د درخواستونو بهیر باید چټک کړای شي، ځکه د دوی په وینا ددغو مهاجرو مشکل د کمپونو شرایط نه دي بلکې هغوی غواړي نورو اروپایي هیوادونو ته لاړ شي.

د موریاپه کمپ کې اکثر اوسیدونکي د افغانستان، افریقا او سوریې اتباع و چې د کمپ د سوزیدو په نتیجه کې بې سرپناه شوي دي.

XS
SM
MD
LG