د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې او بریټانیا په داېمي ډول د هرمز تنګي د خلاصیدو غوښتنه کړې

فرانسې او بریټانیا د جمعې په ورځ (اپریل ۱۷) د هرمز په تنګي کې په دایمي ډول د کښتیو د تګ راتګ د بیرته پیلیدو غوښتنه وکړه.

یادو هیوادونو په داسې حال کې دغه غوښتنه وکړه چې ایران ددې سمندرې لارې د پرانیستل کیدو اعلان کړ خو متحده ایالاتو وویل چې د ایران پر بندرونو به خپلې سمندري محاصرې ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپل ایکس حساب اعلان وکړ چې د اروبند په پاتې موده او د اسرائیل او لبنان ترمنځ ۱۰ ورځني اوربند ته په کتو چې د سه شنبې په شپه عملي شو هرمز تنګی د ټولو تجارتي کښتیو لپاره خلاص دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تروت سوشل په حساب کې ددې اقدام هرکلی وکړ خو ویې ویل چې د ایران په بندرونو باندې به د امریکا محاصره دوام ولري او دا د ایران پورې اړه لري تر هغه چې له ایران سره زموږ معامله سل په سلو کې نه وي بشپړه شوې." د ولسمشر ټرمپ اشاره د سولې روانو خبرو ته وه.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې "هوکړه باید ژر ترلاسه شي کوم چې پر اکثریتو موادو خبري شوي دي. "

د هرمز تنګي د پرانیستل کیدو خبرونه په داسې حال کې ورکړل شول چې د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیا د مرکزي قرار ګاه ویاند نن شنبې (اپریل ۱۸) اعلان وکړ چې د هرمز تنګي وضعیت بیرته خپل پخواني حالت ته ستون شوی او یاد تنګی د ایران د رژیم د ځواکونو تر مدیریت او کنټرول لاندې دی.

بلخوا د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په پاریس کې د کابو ۵۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو تر غونډې وروسته وویل: " موږ د ټولو اړخونو له خوا په بشپړ، عاجل او بې قید او شرط ډول د هرمز تنګي پرانیستل غواړو. " نوموړي زیاته کړه: " موږ ټول د هر ډول محدودیت، هر هغه څه چې په عمل کې د خصوصي کیدو د هڅو سره مرسته کوي او ښکاره ده چې د حق العبور له سیستم سره مخالفت وي. "

د بریټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر وویل، لس ګونو هیوادونو د هرمز تنګي له لارې تلونکو او راتلونکو کښتیو د ساتنې لپاره د مرستې په هدف د یو څو اړخیز دفاعي ماموریت وړاندیز کړی. مکرون وویل ټاکل شوېده د پوځي پلان جوړونې کنفرانس راتلونکې اونۍ په لندن کې جوړ شي.

مکرون وویل، د فرانسې د سمندري ځواکونو یوه برخه چې اوسمهال په ختیځه مدیترانه او سره سمندر کې ځای پر ځای ده، د دې ماموریت لپاره کارول کېدای شي. نوموړي دا ماموریت "یو بې طرفه ماموریت، په بشپړه توګه له جنګیالیو څخه جلا، د خلیج له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو د ساتنې او ملتیا لپاره" وباله.

سټارمر په ایکس حساب کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هرکلی وکړ، او دا یې "ښه خبر" وباله، خو ویې ویل "دا باید یوه اوږدمهاله او عملي حل لاره وي، له حق العبور او پر لارو له محدودیتونو پرته."

له خبرو اترو مخکې، د فرانسې د دفاع وزیرې کاترین ووترین وویل، اروپايي هېوادونه لکه بلجیم، هالنډ او فرانسه د ماین پاکولو وړتیاوې لري چې کولی شي د لارې د خوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جارجیا میلوني د خپلو سمندري قطعاتو د چمتو کولو لپاره د ایټالیا لېوالتیا څرګنده کړه.

د جرمني صدراعظم فریډریش مرس وویل چې جرمني کولی شي د ماین پاکولو او سمندري استخباراتو په برخو کې مرسته وکړي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا ګډون به هم "د هرکلي وړ" وي.

نوموړي وویل نه غواړي چې دا مسله د سمندرونو د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو لپاره د "فشار په ازموینه" بدله شي.

د هرمز د تنګي څخه د نړۍ کابو شل سلنه تیل او مایع طبیعي ګاز تیریږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG