د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي که تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې له ایران سره هوکړه ترلاسه نشي، ممکن اوسنی اوربند ونه غځوي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ماښام د جمهوري ریاست په ځانګړې الوتکه کې د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: " ښایي تمدید یې نکړو خو محاصره به پاتې شي. له همدې امله دا محاصره پر ځای ده او له بده مرغه اړ به وو چې بمبار بیا پیل کړو. "
د متحدو ایالتونو ولسمشر خبریالانو ته وویل که " ایران سره هوکړه وشي، له ایران سره به یوځای ولاړ شو او ټول سل په سلو کې غني شوي یورانیم به متحدو ایالتونو ته راوړو. "
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ که هوکړه ونشي" هغه به په بل شکل، غیر دوستانه ډول ترلاسه کړو. خو په هر حال، هغه به ترلاسه کړو. "
د متحدو ایالتونو ولسمشر د جزیاتو د ورکولو پرته وویل د ایران په اړه " ډیر ښه خبرونه" ترلاسه شوي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل: " شل دقیقې مخکې مو ښه خبرونه درلودل، فکر کوم په منځني ختیځ کې له ایران سره وضعیت په ښه ډول پرمخ ځي، ډیر ژر به خبر شو. هیله لرم وضعیت ښه پر مخ ولاړ شي. د مذاکرې پر ډیرو مواردو هوکړه شوېډه. "
د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي اعلان وکړ چې هیواد یې له ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان سره یوځای د یوې پراخې سیمه ایزې هڅې د سمبالولو په هڅه کې دي څو د کړکیچ د زیاتیدو مخه ونیول شي.
عبدالعاطي نن شنبه (اپریل ۱۸) وویل چې مصر او پاکستان په یوه مشخص چوکاټ کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تلپاتې سولې د تضمین په خاطر نږدې اړیکي لري.
د نوموړي په وینا، یاد هیوادونه هڅه کوي چې له جګړې وروسته امنیت، د انرژۍ د بازارونو د ثبات، د خوراکي د توکو زنجیره یي بهیر په امنیت کار وکړي.
بلخوا یوې پاکستانۍ سرچینې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ په خبرو کې یوې لومړنۍ هوکړې ته د رسیدو د احتمال خبر ورکړی دی.
دغې سرچنې چې غوښتي دي نوم یې وانخیستل شي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د متحدو ایالتونو او ایران د استازو ترمنځ غونډه کې کیدای شي دا لومړنۍ هوکړه وشي او بیا وروسته د ۶۰ ورځو په جریان کې د سولې یو جامع توافق ترلاسه شي.
په ورته وخت کې د سپاه پاسداران پورې تړلې تسنیم خبري آژانس اعلان کړی چې د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې" د ایران د بحري محاصرې په اړه د ټرمپ د اعلان او په مذاکراتو کې د امریکا له خوا د ډیرو غوښتنو له امله، تر اوسه د خبرو د بل پړاو سره هوکړه نده کړې. "
د ایران د رژیم د بحري محاصرې دوام
د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ سنټکام یوځل بیا د ایران په بحري محاصرې ټینګار کړی دی.
سنټکام د شنبې په ورځ اپریل ۱۸ په خپل ایکس حساب کې د ایران د رژیم په وړاندې د امریکا د بحري محاصرې پرمهال په خلیج کې د یو اس اس کانبرا (السیاس ۳۰) بیړۍ د ګزمې خبر ورکړ.
سنټکام په دې پیغام کې چې د یادې کښتۍ عکس یې هم خپور کړی زیاته کړې ده چې : " د محاصرې د پیل راهیسې ۲۳ کښتیو د بیرته ستنیدو په اړه د امریکا لارښونې عملي کړي دي."
په پیغام کې راغلي، امریکایي ځواکونه اوسمهال په هغو کښتیو بحري محاصره عملي کوي چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي.
له دې مخکې د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیا د مرکزي قرار ګاه ویاند اعلان کړی وو چې د هرمز تنګي وضعیت بیرته خپل پخواني حالت ته ستون شوی او یاد تنګی د ایران د رژیم د ځواکونو تر مدیریت او کنټرول لاندې دی.
دا اعلان د تجارتي بیړیو په وړاندې په بشپړ ډول د هرمز تنګي د خلاصیدو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي تر اعلان یوه ورځ وروسته کیږي.
فورم \ دبحث خونه