د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم وکړ


د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد

فرانسې په کیمیاوي بریدونو او بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړیوال حکم صادر کړی دی.

قضايي سرچینو او د قضیې مدعیانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) وویل چې پر بشارالاسد باندې د ۲۰۱۳ کال کیمیاوي بریدونو له کبله د جنګي جرمونو تور هم پورې شوی، چې د مخالفینو لخوا یې پړه د سوریې پر رژیم اچول شوې وه.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې په دغو بریدونو کې پایتخت دمشق ته نږدې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول.

د بشارالاسد د ورور مهیر، چې د سوریې د پوځ د یوې خاصې قطعې مشر دی او د سوریې د وسله والو ځواکونو د دوو جنرالانو د نیولو نړیوال حکم هم صادر شوی دی.

په سوریه کې د ۲۰۱۳ کال د کیمیاوي بریدونو په تړاو په پاریس کې د بشریت پر ضد جرمونو یوه محکمه د ۲۰۲۱ کال راهیسې څېړنې کوي.

فرانسه په ټوله نړۍ کې د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد د جرمونو په خلاف د اقدام کولو د صلاحیت لرلو ادعا کوي.

په سوریه کې د کیمیاوي بریدونو په اړه دا څیړنه وروسته له هغه پیل شوه چې د سوریې د رسنیو او بیان د ازادۍ مرکز (SCM)، د ازادې ټولنې د عدالت نوښت (OSJI) او د سوریې ارشیف یې په اړه شکایت وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG