د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د کمیاوي وسلو د استعمال په اړه د ملگرو ملتونو خبرداری


روسیې او سوري ځواکونو غړي د اګست په شلمه د ادلیب ولایت په ختیخه غاړه کې ګذمه کوي
روسیې او سوري ځواکونو غړي د اګست په شلمه د ادلیب ولایت په ختیخه غاړه کې ګذمه کوي

د سوریې حکومت پلان لري چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې د ادلیب ولایت د بیرته نیولو لپاره عملیات وکړي، خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ویلي دي چې د دواړو خواو له خوا د کیمیاوي وسلو کارول به و نه مني.

هغه همداراز د سوریې له حکومت وغوښتل چې د عملیاتو څخه مخکې ملکي خلکو ته له ادلیب څخه د وتلو اجازه ورکړي.

ملګرو ملتونو له روسیې، ایران او ترکیې څخه غوښتي چې دغه عملیات ودروي چې له امله یې ښايي میلیونه خلک اغیزمن شي.

خو د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل چې د سوریې حکومت حق لري چې له ادلیب څخه یاغیان وشړي او دا چې د ملکي کسانو د ایستلو لپاره د دهلیزونو د رامنځته کولو لپاره خبرې روانې دي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د روسیې، ایران او ترکیې مشران د سپتمبر په اومه په تهران سره وگوري او د سوریې د جگړې په اړه خبرې وکړي.

د ادلیب په اړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ هم کرکیچونه رامنځته شوي دي. د جمعې په ورځ د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د مدیراتې په سمندرګي کې به سمندري تمرینونه پیل کړي.

د سوریې په ادلیب کې جگړې ته تیاری
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

XS
SM
MD
LG