د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د خبریالانو سره د تاوتریخوالي د 'قضیو په اړه ځواب نه' وايي


عکس (ارشیف)
'
عکس (ارشیف) '

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په طالبانو انتقاد کړی چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه څېړې. دغې کمېټې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا کمېټې د تیرې یکشنبې په ورځ ناوخته (اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو څخه بیا تر دا مهاله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پيښې رامنځته شوې چې زیات شمیر یې د طالبانو اړوندو کسانو لخوا شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په اعلامیه کې راغلي: "په افغانستان کې نوی نظام رامنځته شوی تراوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پيښې رامنځته شوې دي چې زیات شمیر یې د افغانستان اسلامي امارت پورې اړوندو کسانو لخوا شوې دي. چې یو شمیر هغه یې د رسنیو لخوا هم رپوټ شوې دي."

یاد بنسټ ویلي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ملاتړ بنسټ په توګه هڅه کړې ده چې د دغو پیښو د تعقیب او څرنګوالي د معلومولو په خاطر له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي خو په وینا یې پرته له محدودو قضایاوو څخه، هیڅ ډول ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو د پېښو په اړه له یادې کمېټې سره همکاري وکړي ترڅو خبریالان وکړای شي په بې پرې توګه خپل رپوټونه چمتو او له خپلو قانوني کاري حقونو څخه برخمن شي.

په کابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د افغانستان د ازاد ژورنالیستانو انجمن ویلي و چې په دې وروستیو کې په کابل کې د ښځو د لاریون پرمهال یو شمېر افغان خبریالانو د طالبانو لخوا وهل شوي دي.

دغه انجمن زیاته کړې وه چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ۱۴ خبریالان په کابل کې د طالبانو لخوا وهل ټکول شوي دي.

بلخوا داسې ویل کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیت محدود شوی او خبریالان هم د معلوماتو غوښتلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې دوی اوس مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زیاته کړه:"خبریالي نسبت تیر ته سخته شوې ده، د طالبانو له جازه پرته له ښار څخه عکسونه نشو اخیستلای،څو ځله چې مي په ښار کې له خلکو سره خبري کړي، د طالبانو کسانو یې مخه نیولې ده."

هغه وویل چې اوس مهال ګن خبریالان نشي کولای په ازاده توګه معلومات راټول کړي.

په کابل کې اطالاعات روز ورځپاڼې د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه د طالبانو لخوا د خپلو پنځو تنو خبریالانو د نیولو او وهلو خبر ورکړ چې په وینا یې دوه تنه یې بیرته خوشي شوي دي.

د یادې ورځ پاڼې په وینا دوه تنه خبریالان یې په کېبل وهل ټکول شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې د خپلو کسانو لخوا د خبریالانو وهل ټکول کېدل رد کړي و.

XS
SM
MD
LG