د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په کاتولیکو کلیساوو کې دماشومانو جنسي زورونه


په فرانسه کې دعیسویانو د کاتولیکوکلیساګانو د پادریانو لخوا د جنسي زورونې قربانيان وروسته له هغه په دغې کلیسا کې د تاریخي اصلاحاتو غوښتنه کوي، چې د یوه خپلواک کمیسیون د پلټنو له مخې په تیرو ۷ لسیزو کې په سلګونو زرو ماشومانو سره په سیستماتیک ډول ناوړه جنسي چلند شوی.

ژان ریني، ژان فرانسوا او جوزیف لس کلن وو چې د فرانسې په لویدیځ کې د یوې کاتولیکې کلیسا د پادریانو له خوا په سیستماتیک ډول له جنسي زورونې سره مخامخ شول.

ژان فرانسوا وویل:" دوی به مونږ ته راتلل او ویل به یې ډیره موده کیږي چې نه یې مې لیدلی راځه چې ولاړ شو او خپلو خونو ته به یې بوتلو."

ژان ریني وايي د کلیسا چارواکو د جنسي زورونو په پېښو سترګې پټولې او پلټنه یې نه کوله.

هغه وايي: " که يو پادري به په يوه ځای کې افشا شو نو لوی پادري به هغه بل ځای ته انتقال کړ او هلته به یې هم هغه څه کول چې په پخواني ځای کې یې کول."

په فرانسه کې د جنسي زورونې دا ډول پېښې او په دغو پیښو باندې د پردې اچولو هڅې تر څو لسیزو تکرار شوي دي.

د کمېسیون پلټنې ښيي چې نږدې دوه سوه او شپاړس زره ماشومانو سره جنسي زیاتی شوی. له ۱۹۵۰ مو کلونو څخه تر اوسه پورې په دغو تورونو د تورنو پادریانو شمېر تر ۳۲۰۰ کسانو پورې ښودل کېږي. د پلټونو له مخې که د هغو پادریانو له خوا د ماشومانو د جنسي زورونې پېښې حساب شي چې تقاعد شوي دي نو دقربانیانو شمیر به درې سوه او دېرش زرو ته اوچت شي.

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د دغو پلټونو هکله وايي:"زه د (جنسي زورونو) له قربانیانو سره خواخوږي او غم شریکي لرم. او خپل شرم هم څرګندوم، زمونږه شرم، زما شرم، په دې خبره شرم چې کلیسا په دومره ډېره موده کې دې مسلې ته پام ونشو کولی ."

د روان کال په سر کې پاپ فرانسس د کلیسا په قانون کې داسې بدلونونه رامنځته کړل چې مخې یې جنسي زورونه جرم ګڼل کیږي.

د کاتولیکانو د غږ په نامه د یوې ټولنې مشره امېسي پبلیس وايي ترهغه وخته چې د جنسي زورونې یوه قضیه، یو تېری کونکی او یو قرباني هم پاتي وي بیا هم زیات کار ته اړتیا ده.

د فرانسې د کمېسیون دا ډول پلټنې د امریکا او اسټرالیا په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې له ورته پلټنو وروسته کیږي.

XS
SM
MD
LG