د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوۍ خبریالې څخه پر اسرائیل د نیوکې په خاطر ګټلې جایزه بیرته واخیستل شوه


زینب الغزوي، مراکشي الاصله فرانسوۍ خبریاله
زینب الغزوي، مراکشي الاصله فرانسوۍ خبریاله

له یوې جایزه ګټونکې فرانسوۍ خبریالې څخه وروسته له هغه جایزه بیرته واخیستل شوه چې هغې پر غزې د اسرائیل بمباري د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د یهودانو له ټول وژنې (هولوکاسټ) سره پرتله کړه.

د پاریس اوسېدونکې زینب الغزوي چې په خټه مراکشۍ ده، په ۲۰۱۹ کې د سیمون ویل جایزه "د سیکولریزم څخه د دفاع، د هر ډول تعصب پروړاندې د مبارزې او د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوات" دپاره د خپلو هلوځلو په خاطر ترلاسه کړې وه.

د سیمون ویل جایزې ته له هولوکاسټ څخه د ژوندۍ پاتې شوې د ښځو د حقونو د ملاتړې فرانسوۍ سیاستوالې نوم ورکړل شوی دی. له الغزوي څخه دا جایزه وروسته له هغه واخیستل شوه چې هغې د ایکس (ټویټر) شبکې په خپل یو جنجال پاروونکي پوسټ کې پر غزې د اسرائیل بمبارۍ له هولوکاسټ سره پرتله کړې.

په مراکش کې زیږیدلې دا لیکواله او ټلویزیوني مبصره د اسلامي بنسټ پالنې خلاف په فعالیت هم مشهور ده. په ایکس کې د شنبې په ورځ هغې خپل پوسټ بیا خپور کړ په کوم کې چې ښکاري، هغه اسرائیل په "نسل وژنې" تورنوي او د فلسطین په اړه د اسرائیل تګلاره د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د یهودانو په وړاندې د نازیانو له تګلارې سره ورته بولي.

حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې تر ټولو خونړی برید ترسره کړ چې د اسرائیلي شمیرو له مخې، ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور غزې ته یرغمل یوړل شول.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو په ځوابي پوځي عملیاتو کې چې د غزې ډیره برخه یې په کنډوالو بدله کړې، تراوسه له ۱۸ زرو څخه ډیر کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو تیره میاشت په محاصره شوې غزه کې د "نسل وژنې د رامنځته کیدو" خبرداری ورکړ.

د اسرائیل او فلسطین استازو په ملګرو ملتونو کې یو بل په "نسل وژنې" تورن کړي دي.

په ایکس کې لفظي شخړه

د سیمون ویل لمسي، اورلین ویل، د الغزوي د ټویټ په ځواب کې وویل چې هغه اندیښمن دی چې دا د "نازیانو له خوا ترسره شوې نسل وژنې په کوچنۍ ښودلو" کې مرسته کوي او د پاریس په سیمه یې غږ وکړ چې په اړه یې اقدام وکړي.

د فرانسې د الی-دې سیمې مشرې والیري پیکریس د یکشنبې په ورځ وویل چې له الغزوي څخه د "اسلامیزم پر وړاندې د مبارزې" لپاره د هغې جایزه بیرته اخلي ځکه چې په ایکس کې د هغې څرګندونو په فرانسه کې د هولوکاسټ قربانیان "دردولي" دي.

پیکریس وویل: "په غزه کې د حماس ترهګرو په وړاندې د اسرائیل د غچ اخیستنې عملیات د اشویتس [د نازیانو د اجباري کار کمپ] سره د مقایسه کولو په شمول، د هغې وروستۍ څرګندونې پاروونکې او ټکان ورکوونکې دي."

الغزوي دغه ټویټ ته په ځواب کې ولیکل، هغه باور لري چې د سیمون ویل یاد ته د درناوي دپاره، په کار ده چې "د ټولو ملکي وژنو پروړاندې که د هر ملیت او مذهب [د پیروانو] له خوا ترسره کیږي، غږ پورته شي."

زینب الغزوي لیکلي: "په غزه کې د اسرائیل لخوا د ترسره شويو ډله ایزو جنایتونو او همدارنګه د اسرائیلي ملکي وګړو په وړاندې د حماس د جنایتونو په غندلو سره، زه د سیمون ویل میراث ته تر بل هر وخت زیات درناوی کوم."

الغزوي په ۲۰۱۵ کال کې فرانسوۍ طنزي مجلې چارلي ابدو ته لیکنې کولې، کله چې پر دغې مجلې د دوو اسلامپالو له خوا وروسته له هغه برید وشو چې په مجله کې د سلام پیغمبر ته منسوب شوی کارتون خپور شو او سلام ته توهین وبلل شو. په دغه برید کې ۱۲ کسان ووژل شو او رزوي په مجله کې له کار څخه یو کال وروسته په ۲۰۱۶ کې استعفا وکړه.

په ۲۰۱۹ کې الغزوي ته د سیمون ویل د جایزې په ورکولو وروسته له هغه نیوکې وشوې چې هغې په پاریس کې د ناکراریو په خلاف د "ډزو" په شمول د پولیسو د قوي غبرګون غوښتنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG