د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن:د فلسطیني ملکي وګړو د ژغورنې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) په غزه کې د اسرائیل لخوا په عملیاتو کې د موقتې وقفې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه ډیر نور کار ته اړتیا ده.

بلینکن چې هند ته په سفر تللی، ددغه هېواد په پایتخت نوي ډیلي کې وویل: "زه فکر کوم چې یو څه پرمختګ شوی دی. مګر زه دا هم روښانه کوم چې د ملکي وګړو د ژغورنې او هغوی ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ډیر څه ته اړتیا ده."

وروسته له هغه چې د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل او د بهرنیو اتباعو په ګډون یې شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل کړل، اسرائیلي پوځ د غزې تړانګه په تړانګه هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر ولکې لاندې دی، د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د ۴۰۰۰ ماشومانو په ګډون د ۱۰۶۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. خو تر اوسه کومې ادارې په خپلواکه توګه په غزه کې د تلفاتو شمېر نه دی تائید کړی.

اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د غزې په شمال کې په خپلو عملیاتو کې د وقفې سره موافقه وکړه ترڅو ملکي خلک د جګړې له سیمو ووځي، خو د پراخ اوربند سره یې مخالفت وښود او هغه یې حماس ته د "تسلیمېدو" په مانا وباله.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل له خوا په جګړه کې د وقفې هرکلی وکړ، چې ملکي خلکو ته د ځانونو خوندي کولو دپاره زمینه برابري.

بلینکن وویل: "زه فکر کوم چې یو څه پرمختګ شوی دی مګر زه دا هم روښانه کوم چې د ملکي وګړو د ساتنې او هغوی ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ډیر څه ته اړتیا ده."

بلینکن وویل چې د اسرائیل موافقه شوې څلور ساعته وقفه او همدارنګه د دوو بشري دهلیزونو پرانیستنه به خلکو ته اجازه ورکړي چې له جګړې څخه لیرې شي.

هغه زیاته کړه: "دا ګامونه به ژوند وژغوري او اړمنو فلسطینیانو ته به د لا زیاتو مرستو رسېدو ته لار هواره کړي."

بلینکن له دې وړاندې تائید کړې وه چې د اسرائیل له خوا د غزې په بمبار کې وقفه او د فلسطینیانو د راتلونکي لپاره پلان، د پرمختګ په حال کې یو کار دی.

د غزې واک

په داسې حال کې چې اسرائیلي ټانکونو د غزې ښار کلابند کړی، نتنیاهو وویل چې اسرائیل "پر غزې د حکومت کولو هڅه نه کوي."

هغه فاکس نیوز ته وویل: "موږ د اشغال په لټه کې نه یو، مګر موږ غواړو چې دوی او ځان ته یو ښه راتلونکی برابر کړو."

د اسرائیل صداعظم وړاندې ویلي وو چې پر غزې د حماس د کنټرول تر ختمولو وروسته به اسرئیل تر نامعلومې مودې پورې ددې سیمې سرتاسري امنیت پر غاړه واخلي.

هغه وویل: "ځکه موږ ولیدل کله چې مو دا کار ونکړ څه پيښ شول. کله چې موږ دا امنیتي مسئولیت نه درلود موږ په داسې کچه د حماس د ترهګري ډلي د پراخیدو شاهدان یو چې تصور یې نه شو کیدای."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا له ویاند جان کربي څخه د نتنیاهو د څرګندونو په اړه پوښتنه وشوه. هغه وویل:"یو شی چې ډیر څرګند دی هغه دادی چې حماس د راتلونکي برخه نشي کیدای."

بلینکن منځني ختیځ ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې، د فلسطین د خپلواکي ادارې له مشر محمود عباس سره په کتنه کې څرګنده کړه چې له جګړې وروسته به د فلسطين خپلواکه اداره د غزې د رهبرۍ لپاره غوره وي.

کارپوه ګیلاد شیر امریکا غږ ته وویل، په دې باور دی چې په سیمه کې د دایمي سولې لپاره اوس هم د اسرائیل او فلسطین د دوو دولتونو حل لاره غوره ده.

د هغه په وینا: "دا د غزې له بیا جوړیدو او د فلسطین د خپلواکې ادارې چارواکو له تدریجي ادغام سره پرمخ تللی شي، د سعودي او احتمالاً د خلیج د هیوادونو، مصر، اردن، متحده ایالاتو، او د سني غربي کړیو په مرسته کېدلای شي."

اسرائیلي چارواکو واړندې ټینګار کړی وو چې د هر ډول اوربند وړاندې، لمړی باید حماس ۲۴۰ برمته شوي اسرائیلیان پرېږدي.

په اسرائیل کې د برمته شویو کسانو په ملاتړ مظاهرې مخ په زیاتیدلو دي او ورسره غوښتنه کیږي چې اسرائیل باید تر هغې د اوربند سره موافقه یا غزې ته د بشري مرستو اجازه ورنکړي چې ترڅو برمته خلک ازاد شوي نه وي.

د برمته کسانو یو پخوانی مرکچي ګیروشن باسکین وایي، هغه په دې باور دی چې اکثریت برمته نیول شوي لاهم ژوندي دي او د غزې په سمڅو کې ساتل شویدي.

باسکین وايي: "هغوئ به شاید د ژوندي ساتلو دپاره ډیر لږ اړین خوراک او څښاک ولري، او ممکن یو څه طبي درمل به ورته ولري، خو هغوئ لاهم د حماس لپاره ځکه مهم دي چې غواړي د اسرایلي زندانونو نه پرې خپل فلسطیني بندیان راخلاص کړي."

په غزه کې د جګړې له کبله د ۲.۲ میلیونو خلکو زیاتره مجبور شوي چې خپل کورونه پریږدي.

د نصرت په نوم کډوالو کمپ اوسېدونکی کریم مطهر وايي: "کله چې هغوئ بمبارد کړو، ما حواس له لاسه ورکړل. زما ورور، زید او د تره دوه زامن می شهیدان شول او درېیم یې لاهم ورک دی. د کور خاوند او زوی يې هم ووژل شول. شاید تر لسو ډیر کسان شهیدان شوي وي او پاتې نور ټول ټپیان شوي وو."

د اسرائیل د سیاسي او پوځي چارواکو په وینا، د جګړې یو حل لاره هغه وخت ممکنه ده چې د حماس اکثریت جنګي تاسیسات له منځه یووړل شي. خو حتی د امریکا په څیر د اسرائیل ټینګ متحدین ټینګار لري چې یو لنډمهاله اوربند وشي.

غزه کې د اوبو او سون توکو کمښت

د غزې تړانګې اوسیدونکي وايي، د روانې جګړې له امله د اوبو او سون توکو له سخت کمښت سره مخ شوي او اړ ایستل شوي چې د سمندر مالګینې او ککړې اوبه وڅښي او ځانونه پرې ومینځي.

د غزې په جنوبي څنډه، د خان یونس ساحل کې، ډیر خلک د سمندر اوبه جوشوي او ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.

د هوايي بریدونو له ویرې ډیری خلک په موقتي ډول د ښوونځیو او روغتونونو په ودانیو کې استوګن شويدي. خو هلته هم لومړني توکي ډیر ژر په ختمیدو دي.

د غزې اوسیدونکی فطین جنديه چې اوس د سمندر غاړې ته څېرمه له کورنۍ سره تللی، وايي: "موږ یو ښوونځي ته پناه وړې وه، خو هلته هم اوبه نه وې. بیا دلته راغلو چې خپلې جامې او د کور نور سامان ووینځو. پر موقتي سرپناه ځای باندې اوبه بندې شویدي."

د ملګروملتونو د معلومانو پر اساس، په غزې تړانګې کې اوس وخت یو کس د ورځې په اوسط ډول د یو نه تر درې لیټره اوبه کاروي. دا د نړۍوال اوسط څخه، چې باید د ورځې ۱۵لیټره وکارول شي، ډیرې کمې دي.

د خان یونس محاصره ناحیې اوسېدونکي وايي، د اوبو تر څنګ د سون توکي هم تمام شوي دي او اکثریت خلک د پخلي لپاره لرګي لټوي.

د غزې اوسیدونکې یاسمین الملاله وايي: "موږ دلته راغلي یو چې د اور لګولو دپاره لرګي پېدا کړو. موږ ګاز یا بل څه نلرو. اوبه هم نلرو. هیله لرو که څوک ورحمیږي او زموږ سره کمک وکړي."

د خان یونس یو اوسیدونکی یاسر استل د نورو هیوادونو د مرستې غوښتنه کوي. هغه وايي: "ګاز موږ ته حیاتي دی. د ګاز پرته مونږ څنګه پخلی وکړو؟ په لرګو يې نشو کولای، ځکه دومره نشته."

د جګړې سره د امریکا میشتو یو شمېر یهودانو مخالفت

په امریکا کې میشتو ډیرو یهودانو پر اسرائیل د حماس د اورپکو د اکتوبر اوومې برید غندلی چې د اسرئیلي چارواکو په خبره ۱۴۰۰ زیاتره ملکي اسرائیلیان پکې ووژل شول. یو شمېر نور یهودانو بیا به غزه کې د روانې جګړې سره مخالفت ښودلی دی.

یایر لیو، چې په اصل کې د بیت المقدس دی، هغه په فلاډیلفیا کې د حماس د برید د غندنې په موخه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل: "دا په تیرو اتیا کلونو کې ترټولو بد جرم دی، دا د یهودانو ضد جرم د غندلو دی. او موږ دا نه شو زغملی. موږ باید یو څه وکړو. موږ ټول پرته له دې چې د کوم مذهب یا نژاد یو باید په دې ناوړه وخت کې د اسراییلو د ملاتړ لپاره هر څه وکړو."

د جګړې مخالفو یو شمېر یهودانو په دې اړه د واشنګټن دریځ هم ننګولی دی. په فلاډیلفیا کې یهودۍ لاریون کوونکې لینډا هولټزمین وايي: "ولسمشر بایډنه سترګې دې خلاصې کړه. وګوره چې په غزه کې څه روان دي. د غزې تباهي وګوره. که تاسو غواړئ خپل وجدان ته ګرم نه شی، نو راپاڅئ او دا نسل وژنه پای ته ورسوئ او همدا اوس د اوربند غوښتنه وکړئ."

په نیومیکسیکو کې یهودۍ لاریون کوونکې ډینا افیک وايي: "د دې لیونتوب او جګړې د بندولو لپاره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو فشار ته اړتیا ده."

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG