د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې په تازه نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي


حوثي یاغیانو په سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو باندې راکټي بریدونه زیات کړي 

له یمن څخه راپورونه وايي چې د حکومتي سرتېرو او حوثي یاغیانو ترمنځ له څو ورځو راهېسې جګړو زور اخیستی او په دواړو غاړو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دغه جګړې د سعودي عربستان سره په سرحد کې د صنعا په شمال د «حراد» په نامه سیمه کې شوي او لږ تر لږه ۳۲ حکومتي سرتېري په کې وژل شوي‌ او شاوخوا ۱۰۰ نور ژوبل دي.

د یمن حکومتي چارواکو نن سه شنبه فبروري‌ اتمه (سلواغه ۱۹) وویل چې د «حراد» په شاوخوا کې جګړه روانه ده او دا سیمه تر محاصرې لاندې ده.

له حکومتي ځواکونو سره د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د هوايي ځواکونو ملاتړ هم شته. ویل کیږي‌ چې په دغې جګړې کې نژدې ۵۶ حوثي یاغیان هم وژل شوي،‌ خو دغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

حوثیانو له دغې جګړې سره جوخت په متحدو عربو اماراتو او سعودي عربستان باندې خپل راکټي بریدونه زیات کړي‌ دي.

دا جګړې په متحدو عربو اماراتو باندې د حوثي یاغیانو د ډرون الوتکو له بریدونو او له دغې ډلې څخه د یو ښار له نیولو وروسته پیل شوې دي.

په ابوظهبۍ باندې د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې تر دې دمه درې تنه ووژل شول.

په یمن کې له ۲۰۱۴ راپدیخوا جګړه روانه ده،‌ د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن د حکومت او ایران بیا د حوثي شیعه یاغیانو ننګه کوي. حوثیان د یمن ډېره برخه په خپل کنټرول کې لري.

XS
SM
MD
LG