د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: یمن کې په زندان هوايي بریدونه دې په خپلواک او شفاف ډول وڅېړل شي


د صعده په ښار کې په زندان کې د وژل شویو کسانو خپلوان د هغوی د جسدونو ټوټې لېږدوي
د صعده په ښار کې په زندان کې د وژل شویو کسانو خپلوان د هغوی د جسدونو ټوټې لېږدوي

ملګرو ملتونو د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف څخه غوښتي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو په یوه زندان باندې په دې وروستیو کې ترسره شوي هوایي بریدونه په خپلواک او شفاف ډول وڅېړي.

د جنورۍ د میاشتې په ۲۱ مې نېټې د یمن په شمالي ښار صعده کې د حوثیانو په یوه محبس باندې درې پرپله پسې هوايي بریدونه د دغه هیواد د اوه کلن کورني جنګ تر ټولو خونړي بریدونه و.

د خیریه ټولنو د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۹۱ بندیان وژل شوي او ۲۳۶ نور ټپیان شویدي. د ملګرو ملتونود بشري حقونو د برخې ویاند روپرت کولویل وايي تیره اونۍ د دغه سازمان کارکونکي د صعده ښار ته رسیدلي او هلته د ملکي تلفاتو د شمیر په تصدیقولو باندې کار کوي.

هغه وویل:" په دغه زندان کې د برید پروخت ۱۳۰۰ سیمه ایز بندیان او ۷۰۰ مهاجر ساتل کېدل اوکوم معلومات چې مونږ ترلاسه کړي له بریدونو وروسته دغلته د مړو، ټپیانو او ورانۍ یوه زړه بوږنونکې صحنه رامنځته شوې وه."

ډیر شدید زخمیان د صعده روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شویدي. ښاغلي کولویل وویل د زخمیانو شمیر دومره ډیر دی چې روغتیايي کارکونکي عاجلو ټپیانو ته لازمه پاملرنه نشي کولی.

د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف وايي دوی د دغو بریدونو په هکله تحقیقات پیل کړیدي. خو ښاغلی کولویل وايي دغه ډول څېړنې باید په شفافې، خپلواکې او بې پرې بڼې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

هغه زیاته کړه که چیرې دغه ایتلاف غواړي چې څېړنې یې معتبرې وي، باید واضحه کړي چې په زندان ولې برید شوی و. باید ټول هغه کسان مسئول وګڼل شي چې له نړیوالو بشري قوانینو یې سرغړونه کړېده او باید داسې لارې چارې رامنځته کړي چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.

هغه وویل: " تیره اونۍ زمونږ ټیم له دغه زندان څخه چې پخوا یو پوځي‌ مرکز و لیدنه وکړه او ورته معلومه شوه چې له دغه ځای څخه اوس د پوځي موخو لپاره کار نه اخیستل کېده. د دغو معلوماتو په رڼا کې مونږ له ایتلاف څخه غوښتنه کړیده چې خپل معلومات له مونږ سره شریک کړي."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تیرکال د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن په بیلابیلو برخو کې هر میاشت تر ۶۰۰ پورې هوایي بریدونه کړي و او حوثي یاغیانو هم د سعودي په خاوره د توغندیو او ډرون ۳۴۰ بریدونه کړي و.

د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف د یمن له حکومت او همکارو ملیشو څخه چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو سره په جنګ بوخت دي، ملاتړ کوي. دغه ایتلاف له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په بیلابیلو سیمو کې د حوثي یاغیانو په هدفونو بمباري کوي. له بلې خوا حوثي یاغیان هم وخت ناوخت د سعودي په خاوره په یو شمیر سیمو د توغندیو او ډرون بریدونه کوي.

په یمن کې د تازه بمباریو دغه نوې څپه د جنورۍ په ۱۷ مې نیټې په عربي متحده اماراتو باندې د حوثي یاغیانو د ډرون له برید وروسته پیل شوېده.

د یمن جنګ چې نږدې ۷ کاله مخکې پیل شوی، ملکي خلکو ته په کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زیانونه رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په دغې موده کې ۳۷۷۰۰۰ کسه وژل شویدي. د دغې شمیرې ۶۰ فیصده خلکو د ناروغیو او لوږې په شان د جګړې د غیرمستقیمو عواقبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG