د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن د یمن پر حوثیانو د نویو بندیزونو ګواښ وکړ


متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري دویمه(سلواغې ۱۳) د یمن پر حوثیانو د تازه بندیزونو د وضع کیدو ګواښ وکړ.

امریکا دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ چې حوثي اورپکو په تیرو دوو اوونیو کې پر متحده عربي اماراتو د ډرون او مزایلو یو لړ بریدونه وکړل.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:"موږ د تیرو اوونیو او میاشتو په ګډون یو لړ داشان اقدامات کړي دي، او زه فکر کوم چې موږ به هغو بریدونو ته چې په وروستیو ورځو او اوونیو کې د یمن د حوثیانو له خوا شوي، په داسې موقف کې ووسو چې نور اقدامات وکړو."

فرانس پرس لیکلي چې د جمهور رئیس جوبایډن حکومت له زیاتیدونکي فشار سره مخ دی څو په رسمي ډول د یمن حوثی ډله د بهرني تروریستي سازمان په توګه ونوموي.

یاد ډله یو کال مخکې واک ته د جمهور رئیس بایډن له رسیدو وروسته په جګړه ځپلي یمن کې د سولې د خبرو اترو په هدف د امریکا د ترهګریزو سازمانونو له لست څخه ویستل شوه.

خو د ایران له ملاتړ څخه د برخمنې حوثي اورپکي دلې او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف څخه د برخمن حکومت ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي.

نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"تاسې تیره میاشت له جمهور رئیس څخه واوریدل چې دا یوه پریکړه ده چې تر غور لاندې ده."

ښاغلي پرایس زیاته کړه امریکا به د حوثي اورپکي ډلې د مشرانو او هغو بنسټونو چې نظامي عملیات کوي او ملکي افراد او د سیمې ثبات ګواښي، مکث ونکړي.

په متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو د راکټي بریدونو وروسته د متحده ایالاتو پوځ پریکړه وکړه چې سیمې ته د رهبري شویو توغندیو د دفاع په سیستم سمبالې کښتۍ او جنګي جت الوتکې استوي.

پنتاګون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن، د سه شنبې په ورځ فبرورۍ اوله د ابوظبې د ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان، سره په ټیلیفوني تماس کې پدې هکله خبرې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د "USS Cole" جنګې کښتۍ به د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواکونو سره همکاري وکړي.

د جنورۍ په ۱۷ پر متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو له لورې د میزایلو توغول د ابو ظبې د تیلو په تاسیساتو کې د دریو بهرنیو کارګرو د مړینې سبب شو.

د یوې اونۍ له تیریدو وروسته د متحده عربي اماراتو او د اظفره په هوایي اډې کې میشتو امریکایي ځواکونو د دفاعي راکټونو په توغولو سره دوه میزایل چې حوثي یاغیانو د اماراتو پر لور توغولي وو په هوا کې له منځه یوړول.

پر اماراتو د حوثي یاغیانو دریم برید د تیرې دوشنبې په ورځ هغه وخت وشو چې د اسرائیل صدراعظم ایزاک هرتزوګ د اماراتو په لیدنه بوخت و.

متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف غړی دی چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد چنګیږي.

XS
SM
MD
LG