د لاس رسي وړ اتصالات

د سوک وهنې مقابله؛ تایسن د تاج ګټلو لپاره له اولیکساندر سره سیالي کوي


د سوک وهنې دا سیالۍ به بل کال په سعودي عربستان کې وشي.
د سوک وهنې دا سیالۍ به بل کال په سعودي عربستان کې وشي.

بریتانوي سوک وهونکي تایسن فیوري ژمنه کړې ده چې له اولیکساندر اوسیک سره به داسې سیالي نندارې ته وړاندې کړې چې په څو عصرونو کې یې بیلګه لیدل شوې نه وي.

د درانه وزن دا سیالي بل کال د فبروري په ۱۷ نېټه په سعودي عربستان کې کېږي.

د بریتانیا دغه ستوری به د نړۍ د سوک وهنې د شورا کمربند (WBC) او اولیکساندر اوسیک به د نړۍ د سوکې وهنې د ټولنو (WBA، د سوک وهنې د نړیوال فدراسیون (IBF) او د سوک وهنې د نړیوال سازمان (WBO کمربندونه په داو ووهي او ګټونکي ته به یې د بري تاج په سر کېښودل شي.

دا به له ۲۰۰۰ کال راپدیخوا لومړی ځل وي چې دا تاج د ګټونکي په سر کېښودل کېږي. تر دې مخکې لینوکس لیویس دا تاج ګټلی و.

فیوري ۳۵ کلن دی او اوسیک ۳۶ کلن دی. فیوري له ۲۰۰۸ کال راپدیخوا مسلکي سوک وهنه کوي او تر دې دمه ۳۴ سیالۍ ګټلې او یوه یې مساوي کړې ده.

د فیوري د سیالیو د تشهیر کوونکي فرانک واررین د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په یو خبري کنفرانس کې په لندن کې وویل چې دا یوه تاریخي سیالي ده چې نړۍ یې له کلونو انتظار کوي.

تایسن په ۲۰۲۵ کال کې د اوکراین اتل سوک وهونکي ولادمیر کلیچکو ته ماتې ورکړه او د نړۍ د سوک وهنې القاب یې ترلاسه کړل. دغه بریتانوي سوک وهونکي ویلي دي چې دا ځل به له یو بل اوکرایني څخه دا ټول القاب اخلي. اوسیک تر دې دمه ۲۱ سیالۍ ګټلې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG