د لاس رسي وړ اتصالات

کوویډ۱۹سره مبارزه؛ جي۷هېوادونو د ۴ میلیارد ډالرو نوره مرسته وکړه


د جي۷ هېوادونو مشرانو د کروناسره مبارزې لپاره په د همکارۍ په زیاتولو ټېنګار وکړ
د جي۷ هېوادونو مشرانو د کروناسره مبارزې لپاره په د همکارۍ په زیاتولو ټېنګار وکړ

د امریکا متحدو ایالتونو برتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان موافقه وکړه چې د کروناویروس سره مبارزه کې «همکاري زیاتوي».

د جي۷هېوادونو مشرانو په لندن کې د جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب ۱) په بې وزلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین د تولید لپاره د خپلو مرستو اندازه ۷.۵میلیاردډالرو ته زیاته کړه.

د جي۷هېوادونو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي دي: « د الف-اقدام او کروناویروس دواکسین سره (پروګرامونو سره) د څه باندې څلور میلیارد ډالرو د تعهداتو په زیاتېدو سره، د جي۷هېوادونو ټولې مرستې ۷.۵میلیارد ډالرو ته ورسېدې.»

دا مرستې به د کروناویروس سره په مبارزه او په بې وزلو هېوادونو کې د دغه ویروس ضد واکسین په تولید او وېشلو کې لګول کیږي.

دا مرستې داسې مهال اعلانیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې وه چې ښايي په بې وزلو هېوادونو کې د کروناویروس واکسین په عادلانه ډول ونه وېشل شي.

دا مهال امریکا، برتانیا، هند او ځینو نورو هېوادونو د کروناویروس ضد واکسین تطبیق او وېشل پیل کړي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو. د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۱۱میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي دي او څه باندې ۲.۴میلیون نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG