د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال څیړونکی: چین د کرونا د اصلي‌ رېښو په اړه معلومات ورنکړل 


د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکی وايي د چین نه مرسته د کروناویروس د اصلي رېښو په اړه هلې ځلې پيچلې کوي
د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکی وايي د چین نه مرسته د کروناویروس د اصلي رېښو په اړه هلې ځلې پيچلې کوي

د روغتیا د نړیوال سازمان یو محقق وايي چې د چین حکومت د کروناویروس د لومړیو پېښو د رامنځ ته کیدو په اړه اساسي معلومات ورنکړل. دا محقق او څېړونکی د یوې ډلې سره یو ځای چین ته تللی و.

څېړونکي دامنیک دوایر وویل چې د چین دا کار د کروناویروس د اصلي‌ رېښو او منشاء د موندلو په اړه د هغوی هلې ځلې ستونزمنې کوي.

نوموړي‌ وویل دوی د ځینو نورو پېښو تر څنګ د ۱۷۴هغو کسانو په اړه چې د کروناویروس په تر ټولو لومړۍ څپې کې په دغه ویروس اخته شوي وو معلومات وغوښتل، خو چینايي چارواکو یوازې مختصر معلومات ورکړل چې کافي نه دي.

نوموړي وویل دوی «خام معلومات» غوښتل چې له رنځورانو څخه په کې بېلا بېلې پوښتنې، د هغوی ځوابونه او د ځوابونو تحلیل او تجزیه په کې شامل دي.

هغه وویل «خام معلومات» ډېر مهم دي ځکه چې د هغه په وینا د ۱۷۴ نیمايي یې په هغو بازارونو او ځایونو کې په کروناویروس اخته شوي چې ماهیان او نور سمندري ژوي او خوراکونه په کې خرڅېدل.

هغه وخت د چین د ووهان د ویروس پېژندنې انستیتوت د دغه ویروس بېلابېلې بېلګې راټولې کړې وې، بالاخره داسې فکر او تصور وشو چې دا ویروس په همدغه ځای کې پیدا او بیا نورو سیمو ته خپور شوی دی.

خو چین دا تورونه رد کړل او دغه کار بل فکر پیدا کړ چې د کروناویروس اصلي رېښې په بل ځای کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل داسې ښکاري چې د کروناویروس د چین له کوم لابراتوار څخه نه، بلکې له کوم حیوان څخه انسان ته انتقال شوی دی.

د دغه سازمان یوه ډله چې ۱۰ څېړونکي په کې وو،‌ دوې اونۍ د چین په ووهان کې تېرې کړې او له یو هوټل څخه یې د ویدیو کنفرانس له لارې خپل تحقیقات وکړل. وايي د دغو پلټنو نچوړ به بله اونۍ خپور کړي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۱۰۸میلیون خلک اخته دي او ۲.۳ میلیون نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG