د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرونا ضد روسي واکسین پلورل پیلوي 


پاکستان ته د روسیي د کرونا ضد واکسین واردات پیل شوي
پاکستان ته د روسیي د کرونا ضد واکسین واردات پیل شوي

په پاکستان کې د درمل جوړولو یو شرکت وايي چې ډېر ژر - بله اونۍ- به د روسي کرونا ضد «سپوتنیک» واکسین ترلاسه او پلورل به یې پیل کړي.

په پاکستان کې د چغتايي شرکت مشر عمر چغتايي د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۶) رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ ته یې وویل چې د دغه واکسین لومړۍ جوپه به بله اونۍ را رسي.» ښاغلي عمر وویل چې څو زره ډوزه به ترلاسه کړي، خو څرګنده یې نکړه چې څومره به وي او هر ډوز یې له روسیې څخه په څومره قیمت اخلي.

اسلام اباد وايي د واکسین واردات پیل شوي، خو د کروناویروس د عادلانه وېش په اړه یې هم اندېښنې پاریدلي دي.

په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین حکومتونه واردوي او د حکومتي چاینلونو له لورې وېشل کیږي او تنظیم کیږي، خو پاکستان خصوصي سکتور ته هم د واکسین خرڅولو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان غوندې کم-عاید لرونکي هېواد کې چې ۲۲۰ میلیون نفوس لري، د خصوصي سکتور له لارې د قیمت له مشخص کولو پرته د واکسین خرڅول یو لړ انتقادونه پارولي دي.

د پاکستان د روغتیا پخوانی وزیر ظفر میرزا سره له دې چې د کروناویروس سره د مبارزې په برخ کې د پاکستان حکومت هڅې ستايي خو وايي: «په خصوصي سکتور کې د واکسین د قیمت نه ټاکل به په ټولنې کې نابرابري نوره هم زیاته کړي. په داسې حال کې چې د واکسین د ډېرې خپرېدو ضرورت دی.»

د سپوتنیک واکسین تولیدوونکي وايي چې د هر دوز قیمت یې لس ډالر دی. دا واکسین د کروناویروس د نورو واکسینونو په څېر هم باید دوه دوزه وشي.

ښاغلي چغتايي وویل: «د سپوتنیک واکسین قیمت به له لسو ډالرو زیات وي. په نړۍ کې د واکسین تقاضا زیاته ده او که قیمت یې لوړ وي، حیرانونکې خبره نه ده.» هغه وايي شاید په را روانو دریو څلورو میاشتو کې چې واکسین زیات شي، قیمت به یې هم کم شي.

د چین حکومت پاکستان ته تېره اونۍ د «سینوفارم» ۵۰۰زره ډوزه کروناضد واکسین وړیا ورکړل او حکومت یې د تطبیقولو هڅې پیل کړي دي. له دې پرته اسلام اباد، له بل هېواد یا شرکت سره د کرونا ضد واکسین اخیستلو کوم تړون نه دی کړی.

د چین د سینوفارم او کنسیونبایوي او د برتانیا د اکسفورد پوهنتون د استرا زنیکای واکسین تر څنګ سپوتنیک د کرونا ضد څلورم واکسین دی چې په پاکستان کې د تطبیق اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلي چغتايي وویل هغوی غواړي نور واکسینونه هم پاکستان ته تولید کړي، خو سپوتنیک اخیستل اسانه وو او ژر وشول.

د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان رویټرز ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي دي چې له روسیې سره د چغتايي د شرکت له «دغې معاملې» څخه مستقیم خبر نلري.

د چغتايي شرکت مشر ویلي دي چې د پاکستان حکومت به په را روانو دوو ورځو کې په لابراتوارونو او صحي مرکزونو کې د کروناویروس د تطبیق او نورو اړوندو مسائلو په اړه فرمان خپور کړي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په پاکستان کې څه باندې ۵۶۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او تر ۱۲۰۰۰ زیات نور مړه شوي دي.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۱۰۸ میلیون خلک اخته دي او څه باندې ۲.۳ میلیون نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG