د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د جنرال دوستم د موټرو په کاروان برید شوی


جنرال عبدارشید دوستم له یوې میاشتې راهیسې د فاریاب په ولایت کې د طالبانو په خلاف جکړه پرمخ وړي.
جنرال عبدارشید دوستم له یوې میاشتې راهیسې د فاریاب په ولایت کې د طالبانو په خلاف جکړه پرمخ وړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن د غرمې دمخه د فاریاب په ولایت کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو له یو برید بچ پاتې شوی دی.

د فاریاب په ولایت کې امنیتي چارواکو ددغه ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د موټرو په کاروان د افغان حکومت د مخالفو وسله والو برید تائید کړی دی .

په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې دا برید نن د جمعې د ورځې له غرمې وړاندې د قیصار په ولسوالۍ کې شوی چې په ترڅ کې جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه ساتوونکو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.

د فاریاب د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید مسعود یعقوبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د غرمې دمخه کله چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ څخه د موټرو په یو کاروان کې ددغه ولایت د قیصار ولسوالۍ ته بیرته په لار وو چې د هغه د موټرو کاروان د قیصار د ولسوالۍ د چهارشنبې په سیمه کې د مخالفو وسله والو د کمین سره مخ شو.

د جنرال دوستم ساتوونکو د کمین نیوونکو وسله والو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې اوه مخالف وسله وال ووژل شول او دیارلس نو ټبيان شول.

ښاغلي یعقوبي وویل چې په دغه نښته کې جنرال دوستم او د هغه ساتوونکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

کله چې ښاغلي یعقوبي امریکا غږ سره د ټیلیفون په لیکه خبرې کولي په همغه خونه کې جنرال دوستم د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته خبرې کولی.

جنرال عبدالرشید دوستم د یوې میاشتې را په دیخوا د فاریاب په ولایت د طالبانو او د افغان حکومت د نورو مخالفو وسله والو په وړاندې د افغان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو څخه له نږدې څارنه کوي.

جنرال دوستم ددغو عملیاتو په لړ کې د فاریاب ناامنو ولسوالیو ته سفرونه کړي او هلته یې غونډو ته په ویناوو کې خلک د طالبانو په خلاف افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته رابللي دي.

په یوه ویډیوي وینا کې چې د جنرال علدالرشید دوستم دفتر نن خپره کړې ، د افغانستان د جمهوررئیس لومړي مرستیال د غورماچ د ولسوالۍ له اوسیدونکو غوښتي دي چې د طالبانو په خلاف وسلې راواخلي.

طالبانو تراوسه د دغه برید په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ادعا کړې چې د فاریاب ولایت د غورماچ د ولسوالۍ اوسیدونکي له طالبانو ملاتړ کوي.

د طالبانو دغه ویاند ددغه ملاتړ په هکله نو جزئیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG