د لاس رسي وړ اتصالات

تازه جګړې؛ څه باندې ۶۰ طالبان او افغان عسکر وژل شوي


ارشیف
ارشیف

په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل سره هم‌مهاله د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د طالبانو بریدونه هېڅ کم شوي نه دي.

د دغه وزارت ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۳(وږي ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې اوسمهال د طالبانو تاوتریخوالی په لوړه کچه کې دی.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې د طالبانو د تاوریخوالي په کچه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، د هغوی له لوري تاوتریخوالی په لوړه کچه کې دوام لري. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د هېواد په هره برخه کې د طالبانو بریدونو ته ډېر جدي او سخت ځواب ورکړی دی."

کندهار کې نښتې

طالبانو تیره شپه د افغانستان په څو ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار، کندز او کاپیسا کې پراخ بریدونه کړي چې په کې دواړو خواو ته تلفات اوښتي دي.

د اتل ۲۰۵ قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وویل طالبانو تیره شپه د کندهار د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ پر یو نظامي مرکز برید وکړ چې په ترڅ کې یې درې امنیتي منسوبین ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

ښاغلي عیسی زیاته کړه چې د طالبانو له بریدونو وروسته افغان هوايي ځواکونو پر طالبانو بریدونه وکړل او د دغې ډلې ۳۷ جنګیالي ووژل شول.

په کندهار کې د امنیتي چارواکو د معلوماتو په اساس طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم پر یو نظامي مرکز موټربم برید کړی چې په ترڅ کې یې یو افغان سرتیری وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

کندر کې د طالبانو بریدونه

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو تیره شپه د کندز ښار په څنډو او امام ‌صاحب ولسوالۍ کې بریدونه کړي او افغان پولیسو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي امریکا غږ ته وویل د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې پنځه پولیس ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې په دغو نښتو کې ۱۲ طالبان هم وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

د هغه په وینا د طالبانو دغه بریدونه د افغان ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي.

دغه راز د کاپیسا امنیتي چارواکو تیره شپه د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ پر مرکز د طالب جنګیالیو د ډله‌ییز برید په اړه خبر ورکړی دی.

د دوی په وینا په دغه برید کې د کاپیسا د جنايي امر په ګډون د افغان ځواکونو پنځه منسوبین وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه د دغو بریدونو په تړاو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG