د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو برید کاپیسا کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې


چارواکي وايي طالبانو د ولسوالۍ د سقوط په هدف برید کړی و
چارواکي وايي طالبانو د ولسوالۍ د سقوط په هدف برید کړی و

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو برید کې پنځه امنیتي منسوبین وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن یکشنبه سپټمبر۱۳(وږې۲۳) امریکا غږ ته وویل چې وژل شوو کسانو کې د تګاب ولسوالۍ جنايي امر هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د تګاب ولسوالۍ د سقوط په هدف کړي وو چې تر سهار بورې یې دوام درلود.

هغه وویل چې د طالبانو بریدونه وروسته د امنیتي سرتیرو لخوا په شا وتمبول شول.

شورش همدارنګه زیاته کړه چې په دغه څو ساعته نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

هغه وویل چې ددې برید لپاره وسله وال طالبان له کندهار، ارزګان، لغمان او نورستان ولایتونو څخه راغلي وو.

هغه زیاته کړه چې برید کوونکي وسله وال طالبان په لېزري وسلو سمبال و او ادعا یې وکړه چې بهرني وسله وال هم پکې شامل و.

طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

ټاکل شوې د دغه مذاکراتو د مېز د سر یو مهم ټکی په افغانستان کې د اوربند ټينګېدو په اړه غوښتنې او بحثونه وي.

XS
SM
MD
LG