د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پورتلنډ کې د مظاهرو پر مهال ډزو کې یو کس وژل شوی 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د اورېګن ایالت د پورتلنډ په ښار کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملاتړو او د تور پوستو د حقونو د فعالانو د مظاهره چیانو ترمنځ نښته شوې ده؛ پولیس چارواکي وايي یو کس وژل شوی دی.

چارواکي وايي دا پېښه د شنبې په ماښام شوې ده. پولیس چارواکي‌ وايي دا لا معلومه نه ده چې ډزې د مظاهره چیانو ترمنځ د اخ او ډب سره څه تړاو لري که نه.

راپورونه وايي نښته هغه وخت وشوه چې د ولسمشر ټرمپ د ملاتړو د شاوخوا ۶۰۰ موټرو کاروان د تور پوستو امریکایانو د ملاتړو د مظاهره کوونکو سره مخامخ شو.

د پورتلنډ پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی د ډزو له اورېدو وروسته سیمې ته ځان ورسوه او هلته یې یو کس ولید چې په ټټر کې په مرمیو لګېدلی او مړ شوی و.

پورتلنډ په شمال-لویدیځ پاسفیک کې تر ټولو لوی ښار دی چې له شاوخوا دریو میاشتو راهېسې په کې د شپې مظاهرې کیږي.

دلته له هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې د امریکا په بل ښار مېناپولیس کې یو تورپوستی جورج فلوډ د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

پولیسو د دغو مظاهرو پر مهال سلګونه کسان نیولي او له خلکو یې غوښتي چې مظاهرې ونکړې.

د امریکا په ځینو نورو ښارونو کې هم له دې کبله مظاهرې شوې دي‌ چې په ځینو ښارونو کې هټۍ، موټرونه او د پولیسو ځینې پوستې هم سوځول شوی دي.

XS
SM
MD
LG