د لاس رسي وړ اتصالات

چک شومر په اسرائیل کې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه


د متحده ایالاتو د مشرانو په جرګې کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر
د متحده ایالاتو د مشرانو په جرګې کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر

د متحده ایالاتو د مشرانو په جرګې کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) په یوه وینا کې د اسرائیل له حکومت څخه وغوښتل چې نوي انتخابات وکړي، ځکه د هغه په وینا صدراعظم بنیامین نتنیاهو، اسرائیل "منفور" کوي.

په سنا مجلس کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر او په امریکا کې تر ټولو جګپوړی یهودي سیاستوال چک شومر په خپلو خبرو کې وویل: "په دې حساس وخت کې چې ډېرو اسرائیلیانو د خپل حکومت پر لیدلورې او مدیریت باندې باور له لاسه ورکړی، زه باور لرم چې نوې ټاکنې یوازینۍ لار ده چې کولی شي د اسرائیل د راتلونکي په اړه د یوې سالمې او خلاصې پریکړې کولو پروسې ته اجازه ورکړي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) د امریکا د سنا د مشر د وینا ستاینه وکړه چې په اسرائیل کې یې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه او وویل چې زیات شمیر امریکایانو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خوا د غزې د جګړې د مدیریت په اړه اندیښنې شریکې کړي.

په سپینه کې د آیرلینډ د صدراعظم لیو وراډکر سره د لیدنې وروسته له بایډن څخه د سناتور چک شومر د وینا په اړه وپوښتل شول، هغه وویل: "هغه ښه وینا وکړه او زه فکر کوم چې هغه جدي اندیښنه څرګنده کړه چې نه یوازې د هغه لخوا، بلکې د ډیرو امریکایانو لخوا شریکه شوې."

سناتور شومر ویلي دي چې نتنیاهو ځان د ښي اړخو افراطیانو په محاصره کې ګیر کړی او "په غزه کې د ملکي تلفاتو زغملو ته ډیر لیوال دی، چې په ټوله نړۍ کې یې د اسرائیل څخه ملاتړ په تاریخي کچې ټیټې درجې ته رسولی دی."

هغه وویل، "که اسرائیل په یو کرکه لرونکی هیواد بدل شي، نشي کولای ژوندی پاتې شي."

د متحده ایالاتو د سنا جرګې د اکثریت مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په غزه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي له امله د کانګرس د ډموکراټانو ترمنځ له نتنیاهو څخه نارضایتي مخ په زیاتیدونکې توګه رامنځته شوې او د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر حکومت باندې په غزه د ملکیانو د تلفاتو د زیاتوالي په وجه فشارونه زیات شړي دي.

په عین حال کې، متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ په "لویدیځه غاړه کې د ثبات د کمزوري کولو" په تور په دریو اسرائیلي میشت ځایونو او دوه اسرائیلي کرنیزو فارمونو باندې بندیزونه ولګول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یو بیان کې وویل: "نن موږ د هغو کسانو لپاره حساب ورکولو ته وده ورکوو چې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او ناکراریو ته دوام ورکوي."

تر دې مخکې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر څلورو اسرائیلي اتباعو د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله بندیزونه لګولي وو.

دا اقدام ددغو اشخاصو او بنسټونو اړوند هر ډول شتمنۍ کنګلوي او په ځانګړي توګه امریکایان له هغوی سره د سوداګرۍ کولو څخه منع کوي.

په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د یهودي ښارګوټو د اوسیدونکو تاوتریخوالی د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل له بریدونو وروسته زیات شوی دی.

فلسطیني اداره وايي، له هغه وخت راهیسې چې حماس د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید کړی، لږ تر لږه ۴۳۰ فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او یا د یهودي مېشت ځایونو د اوسیدونکو له خوا وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG