د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني جوماتونو کې په لوډسپیکر کې آذان کولو ته اجازه ورکړه


د مسلمانانو تر ټولو ستره ټولنه د جرمني د کولن په ښار کې ژوند کوي.
د مسلمانانو تر ټولو ستره ټولنه د جرمني د کولن په ښار کې ژوند کوي.

د جرمني د کولن په ښار کې چارواکي وایي جوماتو ته اجازه ورکوي چې په لوډ سپیکرونو کې آذان وکړي.

د جرمني د کولن ښار د مسلمانانو ټولنې او د دې ښار د مقاماتو ترمنځ د یوې موافقې وروسته ددې ښار جوماتونو اجازه ترلاسه کړه چې د لوډسپکر له لارې ادان خپور کړي.

پدې ښار کې ۳۵ جوماتونه شته، خو دغه جوماتونه کولای شي د اذان غږ یواځې د جمعې په ورځو د لوډسپکر له لارې خپور کړي.

د کولن د ښار جوماتونه یواځې تر پنځو دقیقو پورې د جمعې په ورځو د غرمې د ۱۲ او د ماسپښین تر درې بجو پورې د اذان د خپرولو حق لري.

دغه موافقه د دوه کالو لپاره د یو نوښت په اساس رامنځته شوې ده. تر اوسه څرګنده نده چې دغه جوماتونه به له دوو کالو وروسته هم ددې حق ولري چې اذان خپور کړي او که نه.

د کولن ښاروالې هینریتي ریکر، په یو ټویټ لیکلي چې د اذان غږ ته اجازه ورکول هغه ته د درناوي یوه نښه ده.

میرمن ریکر زیاته کړه چې د اذان غږ به د کلیساو د زنګ په څیر پدې ښار کې خپریږي، او ددې ښکارندوی دی چې پدې ښار کې تنوع شته او د هغې ستاینه کوي.

د کولن ښار د مرکزي جومات د جوړیدو پر وخت ددې عبادت ځای ملاتړو خلکو ته ډاډ ورکړ چې پنځه وخته ادان به په لوډسپکرونو کې نه خپروي.

يیا هم ددې ښار مقاماتو ویلي دي چې جوماتونه باید په لوډسپکر کې له ادان خپرولو دمخه ګاونډیانو ته خبر ورکړي او د لوډسپکر غږ په یو ټاکل شوي جد کې تنظیم کړي.

په جرمني کې شاوخوا ۴.۵ میلیون مسلمانان ژوند کوي چې پدې هیواد کې ستر دیني اقلیت ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG