د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې مور او پلار پر خپل ماشوم په جنسي تېریو محکوم شول


د جرمني د فرایبورگ په دولتي محکمه کې د تورنو کسانو محاکمه

یوه جرمنۍ میرمن او میړه یې پر خپل لس کلن زوی باندې د جنسي تیري، اجباري فحشا او په انټرنیټ کې د هغه د سکسي تصویرونو د خپرولو په تور محکوم او زنداني کړل شول.

د جرمني د فرایبورگ دولتي محکمې د سه شنبې په ورځ ( اګست۷) حکم وکړ چې ددې ښځې دویم مېړه – د ماشوم ناسکه پلار– د جنسي تیريو په ۲۱ پېښو کې او مور یې په ١٩ پېښو کې تورن او هر یو یې په ۱۲ کلونو بند محکوم کړل.

دغه ۴٨ کلنه میرمن د جرمني د محرمیت د مقرراتو له مخې یواځې د "برین ت" په نوم یاده شوې ده. د هغې میړه چې "کرستیان ل" په نوم یاد شوی او پخوا هم د ماشومانو سره د جنسي تیري په تور محکوم شوی و، د محکمې د حکم په بنسټ د بند د مودې له تیرولو وروسته هم باید تر څارنې لاندې ونیول شيي.

جرمني مقاماتو ویلي دي چې دغه ښځه چې په ٢٠١۴ کې د خپل نوي میړه سره یوځای شوی له هماغه پیل نه د خپل میړه جرمي سوابقو او تمایلاتو "بچه بازی" باندې پوهیدله. دوی په ٢٠١٥ کېپیسو په بدل کې نورو خلکو ته اجازه ورکړې چې پر ماشوم یې ماشوم یې جنسي تېري وکړي.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې دغې جوړې څلور تنو ته پر خپل زوی باندې د تیري کولو اجازه ورکړې چې یو یې یو جرمنی سرتیري و، بل یې یو سویسی او یو یې هم اسپانوی و چې په پخپل اعتراف کې یې ویلي دي چې ١٠٠٠٠ یورو یې پر دغه هلک باندې د څو ځلې تیري کولو لپاره ورکړي دي. دغه شخص هم د دوشنبې په ورځ په یوه ځانگړې محکمه کې محکوم شو.

د اسوشیتید پرس اژانس رپوټ ورکړی چې محکمې دغه حکم د تورونو کسانو د اعتراف او د جنسي تیریو د ویدیوگانو د شواهدو په بنسټ کړی دی.

XS
SM
MD
LG