د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د بیان آزادۍ جایزه د مسکو سیاسي مخالف الکسي ناوالني ته ورکړل شوه


د ناوالني نږدې متحد لیوند ولکوف په برلین کې د جایزې د اخیستلو پرمهال
د ناوالني نږدې متحد لیوند ولکوف په برلین کې د جایزې د اخیستلو پرمهال

د جرمني د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ جایزه د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۶ (تلې۱۴) د روسیې د حکومت سیاسي زنداني مخالف الکسي ناوالني او د هغه د فساد ضد بنسټ FBK ته ورکړل شوه.

د ناوالني نږدې متحد لیوند ولکوف چې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي په برلین کې د یادې جایزې د اخیستلو پرمهال وویل:" البته چې موږ به خپلې لارې ته دوام ورکړو."

ولکوف زیاته کړه، د کرملین له فشارونو سره سره:"موږ ثابته کړې چې فساد د بشري حقونو یو مشکل دی."

د ناوالني FBK بنسټ د محکمې د حکم له مخې په انلاین شکل د محتویاتو د خپرولو، د مظاهرو د جوړولو او یا هم په ټاکنو کې د دریدو په ګډون له هر ډول فعالیت څخه منع شوی دی.

ناوالني چې د سپټمبر میاشتې راهیسې د درغلیو په تور زندانی دی وایي چې دا کار سیاسي انګیزه لري، نوموړی همدارنګه د یوه افراطي سازمان په رامنځ ته کیدو او رهبري کیدو له امله په نښه شوی دی.

د جرمني د بیان د آزادۍ او دیموکراسۍ جایزه د ۲۰۰۵ کال راهیسې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه د خبریالانو د یوه هئیت له خوا ورکول کیږي.

دغه جایزه هغو کسانو او یا هم سازمانونو ته ورکول کیږي چې د مطبوعاتو او د بیان د آزادۍ لپاره مبارزه کوي.

د ناوالني درملنه چې په ۲۰۲۰ کال کې زهر ورکړل شوي وو، په جرمني کې وشوه، غرب د روسیې استخباراتي سازمان ددې کار عامل بللی وو، هغه ستر دلیل چې د برلین او مسکو د اړیکو د خرابیدو عمده دلیل بلل کیږي.‌

XS
SM
MD
LG