د لاس رسي وړ اتصالات

یوه جرمنۍ میرمن د خپلو پنځو اولادونو په وژنې محکومه شوه


د جرمني یو پولیس د هغه کور په مخ کې چې ماشومان په کې وژل شوي

د جرمني یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۴ (لړم ۱۳) یوه میرمن د خپلو شپږو اولادونو څخه د پنځو اولادونو په وژنې په عمر بند محکومه کړله. څارنوالان د دې ښځې دغه اعمال «ابتذال» ګڼلی دی.

دغه ۲۸ کلنه مور چې یوازې د کریستیانه ک، په نوم یاده شوې په ۲۰۲۰ کال کې په اوبو کې د خپلو ماشومانو په ډوبولو او زندۍ کولو تورونو کې مجرمه ثابته شوه.

ددغه جرمنۍ میرمن د درې لورګانو - یوه کلنه، دوه کلنه او درې کلنه - او دوه زامنو شپږ کلن او اته کلن جسدونه په زولینګن ښار کې د دوی د خپل اپارتمان د خوب په خونه کې موندل شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د خپلو اولادونو له وژلو وروسته بیا دغې میرمنې هڅه کړې چې د دوسلدورف ښار د یو ریل ګاډي مخ ته په وردانګلو سره ځان ووژني، خو هغه ژغورل شوې ده.

د هغې شپږم اولاد چې ۱۱ کلن و له دغې غمیزې څخه ځکه بچ شوی چې هغه ښوونځي ته تللی و.

څارنوالانو دغه میرمن پدې تورنه کړې چې د سهارني غذا پر وخت یې ماشومانو ته په څښاک کې د خوب درمل اچولي چې له وژلو دمخه هغوی بیده شي. دوی دغې میرمنې ته د عمر قید سزا اورولې ده.

د جرمني په لویدیځ اوپرتال ښار کې د محکمې قاضي وویل چې دغه میرمن به تر ۱۵ کاله بند پورې د هیڅ ډول بخښنې مستحقه نشي.

څارنوالان وایي کریستینا ک، دغه کار وروسته له هغې غوصې کړې چې د میړه عکس یې د یوې بلې ښځې سره لیدلی دی.

کریستینا ک، ټینګار کوي چې بیګناه ده او ادعا کوي چې یو مخ پټی سړی د دوی کور ته ننوتی او ماشومان یې وژلي دي. خو څارنوالانو د هغې د ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ ډول شواهد ندي موندلي.

د محکمې له خوا استخدام شوي روانشناسان له دې نه مطمین دي چې کیدای شي دغه محکومه شوې میرمن پدې جنایت مسوله وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG