د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د داعش سره د تړلې یوې سوري یاغي ډلې شکمن مشر نیولی دی

د جرمني څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) د دوو سوریايي وګړو د نیول کیدو اعلان وکړ چې له بهرنیو تروریستي سازمانونو سره د تړاو شک پرې کیږي او یو یې د یوې یاغي ډلې مشر دی چې له اسلامي دولت سره یوځای شوې وه.

د جرمني فدرالي څارنوالانو په یو بیان کې ویلي چې "عامر الف" او "باسل و"، د چهارشنبې په ورځ په کیل او مونشن کې توقیف شوي او د محاکمې دمخه په توقیف کې ساتل کیږي.

پر "عامر الف" تور دی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د سوریې په دیرالزور ولایت کې د "لیوا جند الرحمن" ډلې بنسټ کېښود او د هغه جنګیالیو "په پرله پسې ډول د سوریې د پوځ په وړاندې په دښمنۍ کې ښکیل وو."

د ۲۰۱۳ په جون میاشت کې، د عامر جنګیالیو د نورو جهادي ډلو سره یوځای د "حتله" په ختیځ کلي برید وکړ چې ۶۰ شیعه اوسیدونکي یې ووژل او د جرمني څارنوالانو په وینا ددغه برید څخه ژوندي پاتې شوي کسان "په قصدي توګه په مرګ، سوځولو او لوټلو" ډارول شوي او اړ کړای شوي چې له سیمې څخه وتښتي.

پر عامر شک دی چې "د جبري بې ځایه کولو له لارې" یې جنګي جرم کړی دی چې غوښتل یې "په حتله کې د ټولو شیعه مذهبو شتون پای ته ورسوي".

د څارنوالانو په وینا، په ۲۰۱۴ کې، عامر-الف د داعش له جهادي ډلې سره یوځای شو او خپل جنګیالي او مالي سرچینې یې داعش ته ورکړې.

په عین حال کې، باسل و، نومی سوریایي وګړی په ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کې د عامر الف په سازمان کې "لوی پوځي موقف" درلود. په بیان کې ویل شوي چې دغه شکمن د هغو جنګي قطعو قومانده په غاړه درلودله چې د سوریې له ځواکونو سره په ځانګړې توګه د دیر الزور په پوځي هوايي ډګر کې جنګېدل.

جرمني مقاماتو پدې هیواد کې تر اوسه څو تنه سوريايي وګړي د هغو جرمونو په تور نیولي چې په سوریه کې یې ترسره کړي دي.

یوه خورا مهمه قضیه چې محاکمې ته وړاندې شوه د سوریې د پخواني ډګروال وه چې د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې د بشریت پر وړاندې په هغو جرمونو مجرم وګڼل شو چې په دمشق کې یې ترسره کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG