د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني یو افغان منصبدار په جنګي جرمنو تورن کړ


په جرمني کې یو پخواني افغان افسر د زندانیانو د شکنجه کولو له کبله محکوم شوی دی.

جرمني څارنوالانو ویلي چې یو ٢٦ کلن افغان یې چې د افغانستان د پوځ منصبدار و د هغو جنگي جنایتونو په تور نیولی دی چې بندیان یې شکنجه کړي دي.

د افغان پوځ دغه پخوانی منصبدار د جرمني د بایرن ایالت په ایبرزبرگ سیمه کې پولیسو د اکتوبر په ٢٥ نیولی دی.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ ددغه افغان د نیولو حکم صادر کړی و چې د احمد ظهیر په نوم یاد شوی دی. د هغه کورنۍ نوم د جرمني د شخصي مصونیت د قوانینو له مخې ندی افشا شوی.

احمد ظهیر پدې تورن شوی چې په افغانستان کې یې د دریو بندیانو سره چې د نړیوال بشري قانون له مخې یې حقوق خوندي وو د تحقیقاتو پر وخت غیر انساني او بیرحمانه چلند کړی دی. د افغان حکومت دغه درې تنه مخالفین دمخه نیول شوي وو او ده ترې د پلټنو د کولو دنده درلوده.

پر هغه تور لگول شوی چې یو بندي یې له ویښتانو کش کړی او پر سوکانو وهلی دی.‏ د هغه تر مشرۍ لاندې پدغو پلټنو کې بل سرتیري دوهم بندي په رابري پایپ وهلی، پر ځمکه یې غورځولی او ټکولی یې دی.

ددغه افغان له نیولو وروسته د هغه د اپارتمان د لټولو حکم هم شوی دی. هغه د جرمني د فدرالي قاضي مخې ته د اکتوبر په ٢٦ وړاندې شوی دی. قاضي تر محاکمې دمخه د هغه د توقیفولو امر کړی دی.

څارنوالو نه دي ویلي چې دغه افغان افسر کله او د افغانستان په کومه سیمه کې بندیان شکنجه کړي او ځورولي دي او دا هم ویل شوي نه دي چې هغه له کومې سزا سره مخامخ دی.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د نوي ملي پوځ یو غړی پدې تور محاکمه کیږي. د احمد ظهیر له عمر نه بریښي چې هغه د افغانستان د اوسني امنیتي ځواکونو یو منصبدار و.

د جنګي جرمونو نړیوال محکمه

تر دې مخکې د هاګ ویلي وو چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنې کوي. امریکايي چارواکو ویلي وو که هاګ په افغانستان کې د امریکا پوځ او استخباراتي مامورانو په اړه د جنګي جرمونه پلټنې پیل کړي، واشنګتن یې ښايي پر ضد قوي اقدامات وکړي.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مشاور جان بولتن ویلي وو چې متحده ایالتونه به د دغې غیر قانوني محکمې د ناعادلانه تعقیب څخه د خپلو وګړو او خپلو ایتلافیانو د خونديتوب لپاره هره وسیله کاروي

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه چې په نړیواله کچه د جنګي مجرمینو قضیې وڅېړي. د ځینو یې څېړلې هم دي. امریکا د دغې محکمې غړیتوب نلري او پرېکړو ته یې هم ځان ژمن نه بولي.

څه موده مخکې د دغې محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسودا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې اخیستلو غوښتنه کړې وه.

آغلې بنسودا په خپل راپور کې لیکلي‌ وو چې امریکايي ځواکونو او د دغه هیواد د څارګرې ادارې مامورینو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ زندانیانو ته د شکنجې په ورکولو سره، ممکن جنګي جرمونه ترسره کړي وي

XS
SM
MD
LG