د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له کرونا سره د امریکا مبارزه کمزورې وبلله


امریکا دا مهال نړۍ کې تر ټولو ډېر په کرونا اخته کسان لري
امریکا دا مهال نړۍ کې تر ټولو ډېر په کرونا اخته کسان لري

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې د امریکا په مبارزې انتقاد کړی او هغه یې "کمزورې" مبارزه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزیر هیلکو ماس د جرمني‌ دیر شپیګل خبري مجلې سره په مرکه کې وویل چې چین د کرونا له ویروس سره قوي مبارزه پیل کړې وه خو د امریکا متحدو ایالتونو د ډېر وخت لپاره دا ویروس هومره جدي نه ګاڼه.

دا نیوکه داسې مهال کیږي چې راپورونه وايي ښايي کروناویروس د چین په ووهان ښار کې لسګونه زره خلک مړه کړي وي. کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په همدغه ښار کې خپور شو.

ښاغلي ماس همدغه راز ویلي دي هیله لري چې د کروناویروس کړکیچ ته په کتو به امریکا خپلې نړیوالې اړیکې له سره وارزوي.

جرمني‌ او ځینو نورو هېوادونو له هغه وروسته په امریکا نیوکې وکړې چې دغه هېواد یو لړ طبي وسایل او تجهیزات پرېنښودل چې هغو هېوادونو ته واستول شي چې له مخکې ورسره خبرې شوې وې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز ویلي دي‌ چې د امریکا سخته سوداګریزه تګلاره به د کروناویروس سره مبارزې لپاره د دغه هېواد د روغتیايي وسایلو تولید زیانمن کړي.

امریکايي‌چارواکي وایي له کرونا سره یې مبارزه دومره جدي‌ ده چې له کبله یې ډېر خلک بېکاره شوي؛ ځکه چې ګرځبندیز اعلان شوی او تجارتونه او کاروبارونه بند دي.

چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا دریو اونیو کې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه امریکایانو د بې کارۍ د بیمې او امتیازونو د اخیستلو فورمې ډکې کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي‌ چې تر دې دمه جمعه اپریل ۱۰ (وري۲۲) په ټولې امریکا کې ۴۶۶۲۹۹کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او شاوخوا ۱۶۴۷۸نور مړه شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د کرونا په اړه د معلوماتو ټولولو مرکز وايي‌ چې تر دې دمه په ټولې نړۍ کې ۹۶۷۸۷ کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۶ میلیون نور کسان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG