د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې د خواړو د نړیوال پروګرام سره ۱۶.۴ میلیون ډالره مرسته وکړه


عکس. ارشیف
عکس. ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ویلي چې له جرمني څخه یې د دغې ادارې د مرستو د دوام په موخه ۱۶،۴میلیون امریکایي ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت لخوا چمتو شوې مرستې به په هغو فعالیتونو ولګول شي چې د زیان منونکو ټولنو ژغورل او په لومړنیو ښوونځیو کې د تغذیې پروګرام پیاوړي کوي.

په دغه اعلامیه کې ددې وزارت د کړکیچ د مدیریت، بیارغونې او د انتقالي پراختیا د مرستو مشرې کاترینا سپیس وویل: "جرمني د افغانستان د خلکو تر څنګ دیریږي، او موږ خپلو مرستو ته دوام ورکوو چې ټولنې په خپلو پښو ودریږي. له خواړو څخه په ناامنه ټولنو او د ښوونځیو په ماشومانو پانګونه د راتلونکې سوکاله ټولنې لپاره ده. "

د خواړو نړیوال پروګرام وايي، جرمني په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د نړۍ د پنځو سترو مرسته کوونکو له ډلې څخه دی، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې دغې ادارې ته له ۴۱۹ میلیونو ډالرو څخه ډیره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د خواړو د نړيوال پروګرام مشرې شاو وي لي وويل، په افغانستان کې د اقليمي بحران اغېزې پراخې دي، د وچکالۍ، سيلابونو او نورو ناورينونو له امله ټولنې اغېزمنې کیږي او د خوراکي سيستم پياوړتيا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده.

د هغې په وينا، دغه بوديجه به د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام هڅې پياوړې کړي چې بشري اړتياوې پوره کړي او په افغانستان کې د خلکو انعطاف پذیري پیاوړې کړي.

په افغانستان کې د خواړو د نړيوال پروګرام مشرې د جرمني نويو مرستو ته په اشارې سره وويل: " د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره د مخ کورنيو شاوخوا ٢٢ زره غړي به په ساختماني چارو کې برخه واخلي او په ورته وخت کې به د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي چې له ١٥٠ زرو څخه زياتو کسانو ته به ګټه ورسوي."

شاو وي لي دا هم وويل چې دغه مرسته به په لومړنيو ښوونځيو کې له څه د پاسه ۱۹۰ زره هلکانو او نجونو زده کوونکو سره د قوي غذايي موادو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي چې اکثره يې هره ورځ د کليو د ډوډۍ پخولو په ځایونو کې له محلي موادو په کارولو سره تازه پخيږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د پلان له مخې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیونه ډالر په افغانستان کې د مخ په ودې کړکیچ پر وړاندې د مبارزې لپاره غوښتي دي، خو ددغې بودجې څه کم دزې فیصده برابره شوې ده.

په ۲۰۲۴ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې د طرحې له مخې د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون به ټول ۱۷.۳ میلیون زیانمنونکي کسانو سره مرستې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG