د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د حکومتدارۍ سیستم بدل شو


اردوغان د پنځه کلونو دپاره ولسمشر شو
اردوغان د پنځه کلونو دپاره ولسمشر شو

د ټاکنو عالي شورا تاید کړه چې رجب طیب اردوغان د مطلق اکثریت رایو په ترلاسه کولو د پنځه کلونو دپاره د ترکیې ولسمشر شو.

د ترکیې د جمهوري ریاست ټاکنو ته نهه پنځوس میلیونه رایه ورکوونکي واجد د شرایطو وو او نوي سلنه رایه وکارول شوه. په ترکیه کې د اردوغان د بیا ولسمشر کیدو پیش بیني دمخه کیدله، خو تر ټولو د پام وړ خبره پکې دا وه چې د حکومتدارۍ سیستم د پارلماني نه ریاستي ته بدل شو او مشر يي هماغه یو شخص - طیب رجب اردوغان شو.

د ترکیې ټاکنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

​اردوغان د دوشنبې په سهار (جون۲۵) په انقره کې د خپل حاکمه ګوند د مرکزي دفتر له برنډې نه پلویانو ته وویل چې ترکیه به د تروریستي سازمانونو پرضد سخت اقدامات وکړي او سوریایي کډوال به په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه کړي. د ولسمشر اردوغان په وینا ترکیې خپله پریکړه وکړه چې د پي.کی.کی په نوم د کردانو د وسله والې ډلې او په تبعید کې د فتح الله ګولان ګوند په شمول به د ټولو تروریستي ډلو پرضد سخت اقدامت وکړي. په عینی وخت کې به د سوریې سیمې ازادې کړي او هغه لارې به پرانیزي چې کډوال بیرته په خوندي ډول خپل هیواد ته ستانه شي.

اردوغان د ۱۵ کاله صدارعظمۍ او جمهور رئیس د موقف لرلو وروسته، بیا واک ته ورسیدو
اردوغان د ۱۵ کاله صدارعظمۍ او جمهور رئیس د موقف لرلو وروسته، بیا واک ته ورسیدو

د ټاکنو د څار ځینو نړیوالو موسسو شکایت کړې چې د اردوغان حاکمه ګوند د انتخاباتو پروسه د خپل اغیز لاندې ساتلې وه او نتایج یي د توقع وړ ندي. د ترکیې د اپوزیسیون مشر محرم اینجه وایي ټاکنې غیر عادلانه وې او خبردارې يي ورکړ چې نوی رژیم چې سرله ننه (دوشنبه جون۲۵) حاکم کیږي، د ترکیې دپاره ډیر خطرناک دی. د اینجه په وینا یو ګوند، یا مطلق یو شخص به د دولت نقش ولري، او په عینی وخت کې به اجرایه، مقننه او قضايي صلاحیت ورسره وي چې دا کار ذاتآ ستونزه ده او دا به د ترکیې دپاره یو لوی خطر پیښ کړي.

د اردوغان پلویان د هغه د محافظه کاره ارزښتونو، پراخو ساختماني پروژو او قوي امنیتي دریځ ملاتړ کوي. خو منتقدین وایي اردوغان دیکتاتور دی، فساد کې ککړ او د حکومتي چاری سمی نشي سمبالولی.

د ۲۰۱۷کال ریفرنډم کې د ترکیې د سیاسي سیستم بدلیدو غوښتنه شوې وه. د ریفرنډم د پریکړې وروسته د صدارت مقام له منځه لاړ او جمهور رئیس دا صلاحیت ترلاسه کړ چې پارلمان منحل کړې شي او وزیران او قاضیان په خپل صلاحیت وټاکي او منفک يي کړي.

اکثریت ولس ځکه خوشحاله ښکاري چې د تیرکال دسمبر په ټولپوښتنه کې يي د همدې ورځې دپاره رایه ورکړې وه. جمهور رئیس اردوغان د پنځلس کاله صدارعظمۍ او جمهور رئیس د موقف لرلو وروسته یوځل بیا واک ته ورسیدو خو د نور صلاحیت او قوت سره. اردوغان به پنځه کالو ته ولسمشر اوسي، کابینه به پارلمان ته د سوال او جواب پرځای د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي او منفک کیږي. لويي پریکړې به د جمهوررئیس د اجرایې فرمانونو له لاری کیږي او د جمهوري ریاست او پارلمان ټاکنې به پنځه کاله وروسته په یو وخت کې وشي.

د اردوغان پلویان د هغه ساختماني پروژو او قوي امنیتي دریځ نیولو ته ډیر ارزښت ورکوي.
د اردوغان پلویان د هغه ساختماني پروژو او قوي امنیتي دریځ نیولو ته ډیر ارزښت ورکوي.

د ترکیې مشران د لوی اقتصادي جنجال سره مخامخ دي او مخ په زیاتیدونکي ډول د سیمه نا امنۍ او پیچلو نړیوالو اړیکو سره لاس و ګریوان شوي. همدا ټاکنې أصلا راتلونکې کال ته پلان شوی وی، خو چې کله د همدې کال په پیل کې د ډالر په وړاندې د ترکیې پیسو ارزښت ولوید، حکومت د ټاکلې نیټې مخکې انتخاباتو د کیدو اعلان وکړ.

روسیې ډیر ژر د اردوغان د بري مبارکي ورکړه. اروپايي مشران وایي وبه وګوري چې ترکیه د اروپايي اتحادیې سره د مخکنیو جنجالو د حل دپاره څه کوي او د ناټو سره په پیچلو مسایلو څه ډول دریځ نیسي. خو د بري تر شیبې پورې اردوغان د دوه هدفونو یادونه کوله: یو چې په څه ډول سیاسي رقیبان وځپي او د ترکیې د پیسو د لاسه تللی ارزښت بیرته سمابل کړي.

XS
SM
MD
LG