د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له جاپان څخه د نړۍ د دریم ترټولو ستر اقتصاد مقام وګاټه


د جرمني د فرانکفورټ ښار
د جرمني د فرانکفورټ ښار

د جاپان په اړه که څه هم یو مهال ګمان کېده چې ښايي د نړۍ ترټولو ستر اقتصادي قدرت شي، خو تازه شمېرې ښيي چې د تېر کال راهیسې دغه هېواد تر جرمني وروسته شوی او څلورم مقام یې نیولی دی.

د هند په اړه اټکل کیږي چې ددې لسیزې تر پایه له دغو دواړو هېوادونو څخه وړاندې شي.

د ۱.۹ سلنه پرمختګ سره، په ۲۰۲۳ کال کې د جاپان د کورنیو تولیداتو ټولیز ارزښت ۴.۲ ټریلیون ډالر و، په داسې حال کې چې د جرمني هغه ۴.۵ ټریلیون ډالر و.

که څه هم د جرمني اقتصاد په تېر کال کې ۰.۳ سلنه کم شوی خو اقتصادپوهان یې له جاپان څخه د وړاندې کېدو عمده لامل د جاپاني اسعارو (ین) د ارزښت لوېدل بولي.

د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ، ین د ډالر په مقابل کې خپل نږدې پنځمه برخه ارزښت له لاسه ورکړی دی.

ددې کار لامل جاپاني بانکونه ښودل شوي چې د قیمتونو د کښته ساتلو دپاره یې پر قرضو مالیه نه ده زیاته کړې، په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې بانکونو د انفلاسیون د مخنیوي دپاره پر قرضو اخیستلو باندې مالیه ډیره زیاته کړې ده.

په ۲۰۲۴ کې د نړۍ لس ستر اقتصاد لرونکې هېوادونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د "فیچ ریټینګ" د کریډیټ د څار د شرکت اقتصادي شنونکي براین کولټن وویل: "د جاپان داخلي تولیداتو ټولیز ارزښت په اصل کې د ۲۰۱۹ کال راهیسې تر جرمني زیات پرمختګ کړی خو د دریم ستر اقتصاد د مقام بایللو لامل یې د ډالر په مقابل کې د ین سقوط دی."

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په پایله کې د انرژۍ د بیو د لوړیدو له امله د جرمني د اقتصاد پر صادراتو تکیه لرونکې برخه سخت ځپل شوې ده.

د جرمني اقتصاد، چې د اروپا په سطحه ترټولو ستر دی، د اروپا د مرکزي بانک لخوا د سود د نرخونو لوړولو او همدارنګه د بودیجې په اړه ناڅرګندتیا او د ماهرو کارګرانو د کمبود له امله هم له خنډونو سره مخامخ شوی دی.

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې، د جاپان د اقتصادي پرمختګ په اوج کې ګمان کېده چې دغه هېواد به د نړۍ ترټولو ستر اقتصادي ځواک شي.

خو د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې لوړ انفلاسیون د جاپان اقتصاد د ورپسې څو لسیزو دپاره په ځوړه روان کړ.

په ۲۰۱۰ کې چین د نړۍ د دوهم ترټولو ستر اقتصاد په توګه د جاپان ځای ونیو چې اوس مهال یې اقتصاد له جاپان څخه څلور چنده ستر دی.

امریکا په نړۍ کې ترټولو ستر اقتصاد لري.

له جرمني څخه د جاپان د وروسته پاتې کېدو عمده لامل که څه هم تر ډېره د ین د ارزښت ټیټوالی ښودل شوی، خو بیا هم دې کار د جاپان اعتماد په نفس زیانمن کړی او د دغه هېواد پر صدراعظم فومیو کیشیدا باندې یې فشار زیات کړی دی.

اټکل کیږي چې د هند اقتصاد په ۲۰۲۶ کې له جاپان او په ۲۰۲۷ کې له جرمني څخه وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG