د لاس رسي وړ اتصالات

شي جینپینګ: د امریکا او چین اړیکې 'د بشریت برخلیک' ټاکي


د متحده ایالاتو د سنا د اکثريت مشر چک شومر او ورسره پلاوي د چین په پایتخت بیجینګ کې د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدلي دي.
د متحده ایالاتو د سنا د اکثريت مشر چک شومر او ورسره پلاوي د چین په پایتخت بیجینګ کې د ولسمشر شي جینپینګ سره لیدلي دي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) ددغه هېواد په پایتخت بیجینګ کې د امریکایي سناتورانو له یو پلاوي سره د کتلو پر مهال ویلي چې د چین او متحده ایالاتو اړیکې د "بشریت په برخلیک ټاکلو" اغیزه لري.

شي جينپينګ د سنا د اکثريت له مشر چک شومر او د هغه سره د مل پلاوي سره د ليدنې پر مهال وويل: "دا چې د بدلونونو او ناکراریو څخه په ډکه یوه نړۍ کې چين او امريکا څنګه له یو بل سره تعامل کوي، د بشریت راتلونکی او برخليک ټاکي."

هغه زیاته کړه چې د چین او امریکا اړیکې "په نړۍ کې ترټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي."

شي جينپينګ وويل: "ما څو ولسمشرانو ته څو ځلې ويلي دي چې موږ د چين او امريکا د اړيکو د ښه کولو لپاره زر دلايل لرو، خو د خرابولو دپاره یې يو دليل هم نشته."

شي جينپينګ وويل، د چين او امريکا اړیکې "پورته او ښکته" لرلي دي او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید "د مسوليت احساس وکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې او بشر د پرمختګ د پياوړتيا په برخه کې همکاري وکړي."

هغه زياته کړه: "نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او وختونه د بدلون په حال کې دي، خو د چين او امريکا ترمنځ د سوله ييز ژوند کولو تاريخي منطق نه دی بدل شوی."

ترینګلې اړیکې

د متحده ایالاتو او چین اړیکې چې په نړۍ کې تر ټولو ستر اقتصاد لرونکي هیوادونه دي، تیر کال د څو مسایلو له کبله ترینګلې شوې دي. په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې اختلافات، په چین کې د لږکیو حقونه، په ځانګړي ډول د مسلمانو اویغوریانو سره د چین چلند او تایوان د دواړو خواوو تر منځ جنجالي مسلې دي.

چین په تایوان باندې د مالکیت دعوه لري او د امریکا او تایوان ترمنځ د هر ډول رسمي معاملو مخالف دی. تایوان د چین د مالکیت ادعا ردوي او وايي چې خلک یې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

په تیرو څو میاشتو کې تایوان ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو سفرونو د چین سخت غبرګون وپاروه او تایوان ته څېرمه په سمندر کې یې په پراخو پوځي تمرینونو لاس پورې کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د خزانې وزیرې جینیت یلین تیره میاشت بیجینګ ته سفرونه کړي و او د جګپوړو چینایي چارواکو سره یې کتلي و.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ وویل چې ښايي راتلونکې میاشت د کلیفورنیا په ایالت کې د خپل چینایي سیال سره وګوري.

ټاکل شوې چې را راونه میاشت د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو په ښار کې د آسیا-آرام سمندر اقتصادي همکارۍ د غړیو هیوادونو مشران غونډه وکړي چې د چین ولسمشر هم پکې ګډون کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG