د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې روغتيا، اقتصاد او سوله له اوبو سره تړلي - ناکامورا


تیڅو ناکامورا، په افغانستان کې د جاپان د خیریه موسسې مشر، چې افغانانو "کاکا مراد" باله
تیڅو ناکامورا، په افغانستان کې د جاپان د خیریه موسسې مشر، چې افغانانو "کاکا مراد" باله

د جاپان د یوې خیریه موسسې مشر ډاکټر نیڅو ناکامورا، په افغانستان کې په خدمت کولو مشهور وو او افغانانو "کاکا مراد" باله.

ناکامورا په افغانستان کې له یوې لسیزې تېرولو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی وو چې په دې هېواد کې سوله، روغتيا او اقتصاد له اوبو سره تړلي دي. د هغه په وينا: "په افغانستان کې غلاوې، د طالبانو لپاره او يا د طالبانو پر ضد د خلکو جنګېدل د اجرت لپاره دي. خلک د ډوډۍ ګټلو لپاره په اجرت عسکري کوي. که د ډوډۍ زمينه يې برابره شي نو دا خلک له خپلو کورنيو سره په امن کې اوسېدل غواړي."

ناکامورا په کال ۱۹۹۱ کې په ننګرهار ولايت کې درې روغتونونه جوړ کړل او پدې باور وو چې د روغتيا لپاره بنيادي فلسفه درملنه نه بلکه وقایه ده. ناکامورا باور درلود چې په افغانانو کې د زیاتو ناروغيو یو عمده لامل د اوبو کمښت او وچکالي ده، ځکه د هغه په خبره، د اوبو کمښت پر کرهنې اغېز کوي او خواړه ورسره کمیږي او خلک خوراکي توکي نشي پرې مینځلی.

د ډاکټرانو په وينا، يو شمېر ناروغۍ د ناپاکو خوړو سره تړلې دي. خو په افغانستان کې ناکامورا چا ته نشو ويلای چې له خوړلو مخکې خپل خواړه په اوبو پاک کړي. د ناکامورا په وينا: "چا ته نشم ويلای ځکه چې افغانستان د اوبو له کمښت سر مخ دی."

لوييس ډوپرې په خپل کتاب "افغانستان" کې ليکي: "د افغانستان ستونزه د اوبو کمښت نه ده، اوبه په کافي اندازه شته... [په افغانستان کې] د اوبو مقدار نه بلکې قابو کول يې ستونزه ده."

په داسې حالاتو کې ناکامورا په کال ۲۰۰۳ کې د کونړ له سيند څخه د ګمبيري دښتې ته د اوبو لګولو کانال د جوړلو تابيا وکړه چې د طالبانو پر ضد د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو جګړه روانه وه. دا پروژه د جاپان د مرستندویه موسسې په مالي مرسته پېل شوه چې مسوليت يې د ناکامورا په غاړه وو.

په کال ۲۰۱۰ کې دغه پروژه پای ته ورسېده چې تر درې زره هکتاره کرهنیزه ځمکه ورسره اباده شوه. د سرچينو له مخې، دې کانال له ۱۰۰ زرو څخه تر ۶۰۰ زرو پورې د خلکو ژوند ښه کړی.

د ملګرو ملتونو پوهنتون څېړونکي ټوني اېډيسن وویل: "د کرنې پراختیا کولای شي د عایداتو او کارموندنې په لوړولو سره په سوله کې د پام وړ مرسته وکړي، په دې توګه هغه ټولنیزه مایوسي کموي چې تاوتریخوالي ته وده ورکوي."


د روغتیا نړیوال سازمان شنه ځایونه په ځانګړې توګه د عمومي روغتیا د ښه والي لپاره مهم ګڼي. د ياد سازمان د څېړنو له مخې، شنې ځمکې په جنګ ځپلو سيمو کې د رواني ناروغيو د کمولو او سولې دپاره مهمې دي.

د اوبو له لارې په افغانستان کې د سولې، روغتيا او اقتصاد لپاره مبارزه کوونکی ناکامورا د ۲۰۱۹ د دسمبر په څلورمه نېټه په یو ترهګريز بريد کې، د سياستوالو په وينا، ځکه ووژل شو چې هغه به ويل "وسلې او ټانکونه ستونزې نه حل کوي. د کرنې بیارغونه د افغانستان د بیارغونې بنسټ دی."



ډاکټر ناکامورا ته د افغانستان د خلکو د بې ساري خدمت په پار پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هېواد افتخاري تابعیت هم ورکړی و.


د ناکامورا پر مرګ د افغانستان او جاپان هېوادونو ولس ویر وکړ. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نوموړي په یاد څلي جوړ شول او د نوموړي د مرګ په درېیمه کلیزه په کابل کې د جاپان هېواد سفارت ویلي چې که څه ناکامورا له نړۍ سترګې پټې کړې خو د ابادۍ طرحه شوې پروژې به یې د هغه افغان او جاپاني ملګري په ګډه پلې کړي.

XS
SM
MD
LG