د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د ایران د اټومي تړون نه د وتلو لپاره د ټرمپ وړاندیز رد کړ


په بوشهر کې د ایران اټومي بټۍ

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن د جنورۍ په ١٠ (مرغومې ٢٠) وویل چې دا هیواد لا هم هڅه کوي چې د ایران سره د ٢٠١٥ کال اټومي موافقه وژغوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر بریول وویل: "زمونږ هدف اوس هم د ددې موافقې ژغورل دي، ځکه مونږ پدې باور یو چې دا اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي د مخنیوي ډیره سمه وسیله ده".

جرمني له ایران وغوښتل چې بیرته هغه اټومي تړون ته وګرځي چې د امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې، روسیې او چین سره یې لاس لیک کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وئیلي و چې "ددې وخت رارسیدلی چې په دې ټرون کې پاتې هیوادونه هم ترینه ووځي. "

له دې دمخه بریتانیا او فرانسې هم ویلي وو چې د ایران سره اټومي موافقې ته ژمن پاتې کیږي.

اروپایي هیوادونه چې دغه موافقه یې لاس لیک کړې په راتلونکو ورځو کې به تصمیم ونیسي چې ددې تړون نه په وتلو سره د ایران په وړاندې اقدام کوي او که نه.

XS
SM
MD
LG