د لاس رسي وړ اتصالات

د انرژۍ د نویو منابعو لټه؛ د جرمني صدراعظم سعودي عربستان ته تللی 


د صدراعظم اولاف شولتس په مشرۍ د جرمني پلاوي سره د سعودي د ولیعهد کتنه
د صدراعظم اولاف شولتس په مشرۍ د جرمني پلاوي سره د سعودي د ولیعهد کتنه

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس خلیج ته د دوه ورځني سفر په پیل کې د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ (تلې دوهمه) پدې هیله سعودي عربستان ته ورسید چې د تیلو له صادرونکو سره د انرژۍ د واردولو لپاره نوې معاملې وکړي.

ښاغلي شولتس سره چې یو لوی صنعتي پلاوی هم مل دی د جدې په هوایی ډګر کې د مکې د سیمې والي شهزاده خالد بن فیصل السعود ورته هرکلی ووایه او وروسته بیا جرمني پلاوي د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتس مخکې تر دې چې د شنبې په ماښام متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي د سعودي عربستان د ښځو له یوې ډلې سره هم وګوري. هغه به بیا د یکشنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي.

ښاغلي شولتس تمه لري چې د تیلو او ګازو بډایه خلیج هیوادونو سره د انرژۍ په نوې ملګرتیا موافقه وکړي. پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په پایله کې جرمني د روسیې د ګازو او انرژۍ اکمالات له لاسه ورکړي دي.

د سعودي عربستان ولیعهد سره د ښاغلي شولتس لیدنه په ځانګړې توګه حساسه بلل کیږي. تر دې وروستیو پورې، شهزاده محمد ته په ۲۰۱۸ کې د واشنګټن پوسټ دژورنالیست جمال خاشقجي د وژنې له امله په لویدیځ کې په بده سترګه کتل کیدل.

د جرمني حکومت د ژورنالیست جمال خاشقجي وژنه په کلکه غندلې او سعودي عربستان ته د ښاغلي شولتس د سفر دمخه حکومتي منابعو داسې اشارې کړي چې حکومت به پدې اړه خپل دریځ "بدل" نه کړي.

د جرمني یوې حکومتي سرچینې څرګنده کړې چې د فوسیل تیلو د صادرونکي او سیمه ایز ځواک په توګه د سعودي عربستان اهمیت پدې معنی دی چې له ولیعهد سره "ټینګو کاري اړیکو" ته اړتیا ده.

منبع زیاته کړه چې ۳۷ کلن شهزاده محمد احتمال لري چې "راتلونکو ۱۰، ۲۰ یا ۳۰ کلونو لپاره د هیواد مشري وکړي."

برلین غواړي د نویو ټیکنالوژیو په اړه همکاري پراخه کړي لکه د نوي کیدونکي انرژي په کارولو سره تولید شوي شنه هایدروجن چې جرمني کولی شي په پراخه کچه له خلیج هیوادونو څخه وارد کړي.

د جرمني صدراعظم به د سیمه ایزو قدرتونو سره د سیاسي همکارۍ د پیاوړتیا لټه هم وکړي، چې بل خوا روسیه او چین هم دا ډول هڅې کوي.

د جرمني دغې حکومتي سرچینې وویل: "که موږ د بیلګې په توګه، د یمن د جګړې مسله یا د ایران مسله حل کول غواړو له سعودي عربستان سره باید کار وکړو."

د یکشنبې په سهار به ښاغلی شولتس د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وګوري او په همدې ورځ وروسته به د ګازو بډایه هیواد قطر ته سفر وکړي چې له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG