د لاس رسي وړ اتصالات

شارمهد ته د اعدام سزا په غبرګون کې جرمني د ایران دوه دپلوماتان شړي


جمشید شارمهد
جمشید شارمهد

له هغه وروسته چې د ایران محکمې د یو ایراني الاصله جرمن تبعه جمشید شارمهد ته د مرګ سزا واوروله، په غبرګون کې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوه ایراني دپلوماتان شړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په برلین کې د ایران په سفارت کې دوه ایراني دپلوماتانو ته یې «امر کړی دی چې له جرمني څخه ووځي».

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې دغه دپلومان څو ورځې لري چې له دغه هېواد څخه ووځي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر بایربوک د ایران شارژدافیر هم د همدې قضیې په اړه احضار کړی و.

د ایران قضايي قوې تېره ورځ اعلان وکړ چې جمشید شارمهد یې، چې د جرمني تابعیت هم لري، د «ترهګرۍ په جرم» په اعدام محکوم کړی دی.

د ایرن د قضايی قوې «میزان» په ویبسایټ کې لیکل شوي: «د تهران انقلابي محکمې د تندر تروریستي ډلې مشر جمشید شارمهد ته په ځمکه کې د فساد او د ترهګرۍ د فعالیتونو د ترسره کولو او لارښوونو په جرم د مرګ سزا ورکړه.»

خو د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د جرمنې د بهرنیو چارو وزیرې دا پرېکړه په کلکه غندلې، هېڅ د منلو وړ یې نه ده بللې او په وړاندې یې «د قوي عکس العمل ښودلو» ژمنه کړې او نن یې د دپلوماتانو د شړلو اعلان وکړ.

بایربوک زیاته کړې: «یوازې دا نه چې د اعدام سزا ظالمانه، غیر انساني او سپکاوی دی، بلکې جمشید شارمهد هم هېڅ داسې څه نه درلودل چې یوې عادلانه محکمې ته پرې ورسېږي.»

هغې وویل: «موږ په ایران باندې غږ کوو چې د جمشید شارمهد د مرګ د سزا پرېکړه بېرته واخلي او د قانون د حاکمیت په اساس ورته مناسب اعتراض کول ممکن کړي.»

د شارمهد لور غازل شارمهد هم د خپل پلار په بې ګناهۍ ټېنګار کوي او د اروپايي ټولنې څخه غواړي چې د هغه د خلاصون لپاره دې خپل ټول امکانات په کار واچوي

هغې فرانس پرس اژانس ته وویل چې د اروپا حکومتونه باید «په خپل سیاسي چوکاټ کې له ټولو موجوده امکاناتو څخه کار واخلي. دا زړورو اقداماتو ته ضرورت لري. قوي اقداماتو ته».

د ایران د قضايي ځواک ویبسایټ [میزان] وايي چې جمشید سترې محکمې ته د دغې پرېکړې په ضد اعتراض کولای شي.

په خپرو شویو اسنادو کې ادعا شوې ده چې جمشید شارمهد په ایران کې د ۲۳ ترهګریزو بریدونو پلان جوړ کړی و، هغه وار د مخه په پنځو پېښو کې په لاس لرلو تورن شوی چې د ایراني مقاماتو په خبره یوه یې د ۲۰۰۸ د اپریل په ۱۲ نېټه په یو جومات کې چاودنه وه چې ۱۴ تنه یې ووژل او ۳۰۰ نور یې ژوبل کړل.

ایران د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت کې په یو «لړ پیچلیو عملیاتو» کې د جمشید د نیولو خبر ورکړ خو د عملیاتو د څرنګوالي او ځای په اړه یې معلومات ورنکړل.

مګر د هغه کورنۍ وايي چې جمشید دوبۍ ته په لار و چې د ایران امنیتي څانګې وتښتوه او تر سخت فشار لاندې یې تهران ته انتقال کړ.

جمشید شارمهد ۶۷ کلن ایرانی دی چې د جرمني تابعیت هم لري او د امریکا په کالیفورنیا کې یې ژوند کاوه. هغه به وخت ناوخت په تلویزوني بحثونو کې د ایران په رژیم باندې انتقادونه کول.

ایراني مقامات وايي چې دی د «تندر ترهګریزې ډلې» مشر دی چې د ایران حکومت یې د ترهګر سازمان په توګه پېژني.

XS
SM
MD
LG