د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: تیرو لسو ورځو کې مو د ۴۰۰۰ ټپي افغانانو درملنه کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا تر دا مهاله یې افغانستان کې د جګړې د څه باندې ۴۰۰۰ ټپيانو درملنه یې کړې ده.

دغې کمېټې نن سې شنبه اګست لسمه (زمري ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د نورو لویو ښارونو ترڅنګ په کندهار، لښکرګاه او کندز کې د جګړو زیاتوالي زرګونه ملکي وګړي له خطر سره مخامخ کړي دي.

د سره صلیب کمېټې په اعلامیه کې ویل شوي: "د اګست له ۱ نیټې څخه په هغو ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې چې آی سي آر سي ورسره مرسته کوي د ۴۰۴۲ تنو درملنه کړې چې په وسلو ټپیان شوي چې دا موضوع د تاوتریخوالي شدت ښيي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې همدارنګه ویلي چې په تیرې جولای میاشت کې په ټول هیواد کې له ۱۳۰۰۰ټپیانو سره مرسته کړې ده.

(آی سي آر سي) ویلي چې په وروستیو څو ورځو کې د کندز او لښکرګاه په ښارونو کې د جګړو له امله سلګونه ملکي وګړي ټپیان شوي او په خبره یې په هغه ښارونو کې چې جګړه پکې روانه ده برښنا قطع شوې او د اوبو رسولو سیستمونه هم زیانمن شوي دي.

سره صلیب زیاتوي چې له جګړې سره مخ ښارونو کې ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودوته اړیستل شوي، خو د وتلو لپاره امکانات نلري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د جګړې له دواړو ښکیلو لورو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د ملکي وګړو او حیاتي ځایونو لکه روغتونونو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

یادې کمېټې همدارنګه د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې (آی سي آر سي) او افغان سرې میاشتې ټولنې ته اجازه ورکړي ټپیان ولېږدوي او اړمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې دې وروستیو کې جګړه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو مرکزونو ته داخل شوې او د ځینو ولایتونو مرکزونو ته نژدې شوې ده.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وویل چې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG