د لاس رسي وړ اتصالات

شمال کې جګړه؛ 'کابل ښار ته ۱۷زره کورنۍ راکډوالې شوي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وايي په شمالي ولایتونو کې د جګړو له زیاتېدو سره ۱۷۰۰۰ کورنۍ کابل ته راکډه شوي دي.

غلام بهاوالدین جیلاني نن سه شنبه اګست لسمه (زمري ۱۹) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې کېدایشي یاد شمېر په نژدې وختونو کې ۳۰زره کورنیو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه: "یادې کورنۍ د افغانستان د شمال ختیځ برخې څخه کابل ته راغلي دي د کابل په څو ناحیو د خیر خانې کوتل او شهرنو پارک کې ځای پر ځای شوي دي."

ښاغلي جیلاني زیاته کړه یادو بېځایه شوو کورنیو ته د مرستې رسولو په هدف د کډوالو او ستېدونکو چارو، کابل ولایت او طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ یوه بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې کابل ته د راکډوالو شوو کورنیو لپاره د کابل ښار په بګرامیو سیمه کې موقتي کمپ جوړ شي.

طبعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې په تیرو دوه نیمو میاشتو کې په ۲۵ ولایتونو کې د جګړو له امله ۶۰۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي چې زیاتې په کندهار، هلمند، کندز او فاریاب کې وې.

د نوموړي په وینا له یادو کورنیو څخه ۵۳۰۰۰ ته یې بېړنۍ مرستې رسېدلي دي.

هغه له نړیوالو خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې کابل ته له راکډوالو شوو کورنیو سره لومړنۍ مرستې وکړي.

بلخ، کندز، تخار، جوزجان، سرپل، بغلان، سمنګان له هغو شمالي ولایتونو څخه دي چې په دې وروستیو کې پکې جګړې زیاتې شوي دي.

تیره ورځ د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې په تیرو دوو اونیو کې په هیواد کې ۵۳۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG