د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه په بیړه د وتلو په اړه د جرمني خبرداری


د جرمني د دفاع وزیره انګریت کرامپ کارینباور
د جرمني د دفاع وزیره انګریت کرامپ کارینباور

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارین باور، د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په بیړنۍ توګه وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

انګریت کرامپ کارین باور نن د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۹) د ناټو سازمان د وزیرانو په آنلاین غونډه کې وویل چې د افغانستان د سولې خبرو پوره پرمختګ ندی کړی چې د بهرنیو ځواکولو وتلو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې په تیر سپتمبر میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې، خو دغه خبرې په پراخه توګه په ټپه دریدلي دي.

د ناټو سازمان د دفاع وزیران سبا د پنجشنبې په ورځ پدې بحث کوي چې ایا طالبان د امریکا سره د ۲۰۲۰کال د سولې تړون ته چې ددغې وسله والې ډلې د بریدونو د بندیدو په صورت کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غږ کوي، وفادار دي او که نه.

له بلې خوا واشنګټن اوس د امریکا او طالبانو د موافقې په ارزولو بوخت دی.

د جرمني د دفاع وزیرې په یو بیان کې ویلي: «دا (د سولې د خبرو پرمختګ نشتون) پدې معنی دی چې مونږ باید د امنیتي حالاتو بدلولو او نړیوالو ځواکونو او زمونږ خپلو سرتیرو ته د خطر زیاتیدو ته تیار اوسو.»

جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰سرتیري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. ناټو په مجموعي توګه په افغانستان کې ۹۶۰۰سرتیري لري، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنه بوخت دي. د ناټو په ماموریت کې شاوخوا ۲۵۰۰امریکایي پوځیان هم شامل دي.

د ناټو سازمان زیات شمیر غړي هیوادونه اندیښنه لري چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې کیدای شي د دوو لسیزو پرمختګونه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او دموکراسۍ په برخه کې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.

د جرمني د دفاع وزیرې ټینګار وکړ چې طالبان باید له امریکا سره د کړې موافقې د موادو د پلي کولو لپاره زیات اقدامات ترسره کړي.

په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي او هدفي بریدونو زیاتیدو د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس غړي او د بشري حقونو نړیوالې ډلې دې ته هڅولي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د بهیر د ځنډولو غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG