د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو موده غځوي 


د جرمني سرتېري د افغانستان په بلخ ولایت کې دیره دي
د جرمني سرتېري د افغانستان په بلخ ولایت کې دیره دي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) وویل چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده وغځوي.

جرمني د ناټو په چوکاټ کې دویم هېواد بلل کیږي چې افغانستان کې یې ډېر سرتېري ديره دي. دا مهال په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ۱۰زره سرتیري دیره دي.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي مارس له خولې لیکلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ « مذاکرات د مارچ تر پای پورې نتیجه نه ورکوي. نو ځکه موږ باید له پوندستاګ (جرمني ولسي جرګه) سره د یو نوي ماموریت په ګډون یوې بلې سناریو ته هم ځانونه برابر کړو.»

ښاغلي مارس داسې مهال دا خبره کوي چې د جوبایډن حکومت وايي د امریکا-طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰د فبرورۍ د میاشتې تړون به ارزوي.

د دغه تړون له مخې امریکایي سرتېري به له افغانستان څخه د ۲۰۲۱د مارچ تر میاشتې پورې ووځي، طالبان به تاوتریخوالی کموي، له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي چې سیاسي جوړجاړی وشي.

امریکايي چارواکي وايي طالبانو په تړون عمل نه دی کړی، خو طالبان دا خبره ردوي.

ټاکل شوې ناټو په خپلې راتلونکې غونډې کې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو په اړه بحثونه وکړي. د ناټو چارواکو ویلي وو چې له افغانستان څخه به یې د ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي وي.

طالبانو ویلي که د مارچ تر میاشتې پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ونه وتل، دوی به بیا خپله جګړه روانه ساتي.

ټرمپ له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې د افغانستان جکړه ختمه کړي، خو لا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او مذاکرات پیل شوي نه دي. تېره ورځ د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وویل چې طالبانو د سولې خبرو لپاره نوي شرطونه ټاکلي او د خبرو له پیلولو سره لیوالتیا نلري.

XS
SM
MD
LG