د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: د سیاسي کړکېچ هوارولو لپاره خبرو کې پرمختګ شوی


صدیق صدیقي د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو جزئیات څرګند نکړل
صدیق صدیقي د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو جزئیات څرګند نکړل

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره په روانو خبرو کې د پرمختګ خبرتائید کړی ویلي دي چې د ددواړو خواو ترمنځ په څو مهمو اصولو موافقه شوې ده.

صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ مې ۱۲ ( غوايي۲۳ ‎) کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې د سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره په خبرو کې ښه پرمختګ شوی، خو زیاته یې کړه چې لا هم ځینې مسایل شته چې باید دواړه غاړې پرې موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي صدیقي وویل:"یوې سیاسي موافقې تررسیدلو لپاره چې د افغانستان جمهور رئیس کوم اصول ټاکلي دا دي چې ټول اختلافات د اساسي قانون په چوکاټ کې باید حل شي".

صدیق صدیقي د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو جزئیات څرګند نکړل او کله چې ورڅخه په دغو خبرو کې ښاغلي عبدالله له خوا جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشال د رتبې د ورکولو شرط د ایښودلو په اړه یو خبریال وپوښتل وویل چې په دې اړه به کله چې موافقه بشپړه شوه خلکو سره معومات شریک شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل چې راتلوونکي حکومت کابینه به یوه سیاسي کابینه وي او ټول سیاسي جریانونه به په کې برخه ولري.

هغه د سیاسي جوړجاړې هدف په افغانستان کې د کړکېچ مخنیوی وښود او ویې ویل چې جمهور رئیس غني هڅه کوي چې د روان سیاسي کړکېچ اغیزې د حکومتدارۍ په چارو اغیزه ونکړي او د همدې له امله باید دا ستونزه هواره شي.

د جمهوري ریاست ویاند د دغې موافقې د نه ترسره کیدو د ناوړ عواقبو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ویل چې پایلې به یې ښه نه وي.

د تیرو څو اونیو راهیسې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د استازو ترمنځ د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته د پیښ شوي جنجال د هوارولو لپاره خبرې روانې دي. د ښاغلي عبدالله دفتر هم په دغو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په مسله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې افغان حکومت د طالبانو په نیت باندې شک لري.

هغه د اسلامي دولت یا داعش پروړاندې د طالبانو د جګړې مسله یوازې پروپاګند وګڼه او ویې ویل چې یوازې افغان امنیتي ځواکونو داعش ته ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG