د لاس رسي وړ اتصالات

اسپر: د افغان سولې بهیر له ټاکلې مودې نه شاته پاتې دی


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي په افغانستان کې د سولې بهیر لکه څنګه چې تمه یې کیدله هغسې چټک پرمخ نه ځي او طالبان په دغه جګړه ځپلې هیواد کې د تاوتریخوالي په کمیدو کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي اسپر د دوشنبې په ورځ مې ۴ ( غوايي ۱۵) د امریکا د بروکلین په انسیتیوت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي "دا د ټاکل شوي پلان څخه شاته دی."

ښاغلي اسپر زیاته کړه: "مونږ دواړو غاړو سره په دې خبرې کوو چې هغوی ته څه کول په کار دي چې هوکړه لیک په بشپړ ډول پلی شي."

چارواکو تمه لرله چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د روان میلادي ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د سولې لاسلیک شوی تړون به بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي او په دې ډول به افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه ختمه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د بین الافغاني خبرو دا بهیر ځنډیدلی دی چې په وینا یې جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله واک ته د رسیدلو لپاره خپلو منځو کې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د ښاغلي اسپر د وینا پراساس په داسې حال کې چې طالبانو پر نړیوالو ځواکونو د برید د نه ترسره کولو خپله ژمنه ساتلې ده، دغې ډلې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

ښاغلي اسپر د بروکلین په انسیتیوت کې دغې غونډې ته وویل چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی نه دی، خو په عین وخت کې یې په موږ او په لویو ښارې ساحو باندې بریدونه نه دي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هوفمین د تیرې جمعې په ورځ ویلي"د طالبانو له خوا په زیات شمیر کې بریدونه په هیڅ ډول د دیپلوماتیک هواري لپاره رغوونکي او د منلو نه وو".

هوايي بریدونو راپورونه

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د امریکا هوايي ځواکونه به د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ د ساحو په اړه د هوايي بریدونو په هکله نور په منظم ډول تازه معلومات برابر نه کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند قوماندان وویلزاچ هاریل زیاته کړه: "دا بدلون د دیپلوماتیکو اړیکو د اندیښنو او دا چې دا راپور به د طالبانو سره د سولې په روانو خبرو ناسمه اغیزه ولري راوړل شوی دی".

د هوايي ځواکونو قوماندانۍ د ۲۰۱۳ میلادي کال راپه دیخوا هره میاشت د هوايي عملیاتو راپورونه خپرول.

په دغو میاشتنیو معلوماتو کې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امریکا د پوځ د عملیاتو د پیل څخه د ائتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو په باب معلومات وړاندې کیدل چې د دغه نوي بدلون وروسته به دا معلومات نور ورنه کړل شي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش دفتر "سیګار" د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د دریو لومړیو میاشتو په راپور کې چې تیره اونۍ خپور شو، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ماموریت له خوا د معلوماتو په برخه کې د شفافیت د نشتون له امله خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د قاطع ملاتړ ماموریت له دې وروسته د طالبانو له خوا تنظیم شوو بریدونو شمیر په باب معلومات نه ورکوي.

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هوفمین ویلي چې دا معلومات محرم معلومات نه دي او په راتلوونکي کې به خپاره شي.

XS
SM
MD
LG