د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: امریکا ته د اشرف غني سفر د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی


ښاغلي غني د جمعې په ورځ له نانسي پلوسي سره ولیدل
ښاغلي غني د جمعې په ورځ له نانسي پلوسي سره ولیدل

ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د استازو د خونې له مشرې نانسي پلوسي او د ملي امنیت د شورا له مشاور سره ولیدل.

د کانګرس په ودانۍ کې ولسمشر غني او د استازو د خونې مشرې پلوسي د جمعې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) تر ملاقات مخکې په لنډ ډول خبرې وکړلې.

مېرمن پلوسي امریکا ته د ښاغلي سفر د کابل او واشنګټن لپاره مهم وباله او زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې دي.

نوموړې همدغه راز وویل چې په افغانستان کې د نورو پرمختګونو تر څنګ د ښځو او نجونو پرمختګ د پام وړ دی او په امریکا کې د افغان ښځو او نجونو په اینده باور موجود دی.

ښاغلي غني هم په لنډ ډول په خپلو خبرو کې د امریکا د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي د طالبانو بریدونه «ظالمانه» وبلل. هغه همدغه راز د افغانستان د ښځو او نجونو سره د مرستو په برخه کې د نانسي پلوسي څخه مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان کې د انتقال بهیر پیل شوی او هغه به پرې له امریکایي چارواکو سره په جزیاتو وغږیږي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې افغان پلاوي په کانګرس کې د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل. ښاغلی عبدالله وايي افغان پلاوي د افغانستان د سولې، امنیت، ثبات، بشري حقونو او پراختیا په برخو کې د امریکا هغو د دوامداره مرستو هرکلی وکړ.

نوموړي‌همدغه راز ویلي دي چې د امریکا د ملي امنیت د مشاور جیک سولیوان په ملاقات کې د امریکا په دوامداره مرستو، د ثبات لپاره د افغانانو په یوالي او نورو کلیدي مسائیلو خبرې شوې.

ښاغلي عبدالله وویل چې د سولې په خبرو او بشري مرستو په برخه کې ورته ډاډ ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG