د لاس رسي وړ اتصالات

رحماني: د بندیانو په نه تبادله کیدو کې طالبان ملامت دي


د افغانستان د ولسي جرګې مشر، له دوو بهرنیو استادانو سره د درېیو لوړپوړو طالب بندیانو د تبادلې په 'ځڼډولو کې طالبان ګرم ګڼي' او وايي، ممکن دا دوه استادان نور ژوندي نه وي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، چې د شنبې په ورځ نومبر ۱۶مه (لړم ۲۵مه) د دغې جرګې عمومي غونډې ته وینا کوله، طالبان 'بې ارادې او بد قوله' وبلل، چې پر وینا یې حتی د خپلو اولادونو د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

ښاغلي رحماني زیاته کړه: "طالبانو ښودلې، چې د سولې او جګړې په اړه د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري او حتی د خپلو اولادونو د خوشې کولو په اړه تصمیم نیول هم د دغې ډلې له صلاحیتونو څخه بهر دی او یا هم شاید استادان نور ژوندي نه وي".

وسله‌والو طالبانو د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو يې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی، په کابل کې وتښتول، چې لا هم د دغې ډلې په یرغمل کې دي.

طالبانو د خپلو درېیو غړو او افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې ده.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد امریکا غږ ته وویل: "امریکايي لوری نه دی توانېدلی" چې دغه تبادله د افغانستان په کوم ځای کې تر سره کړي.

د ذبیح‌الله مجاهد پر وینا، د بندیانو تبادله ځنډېدلې ده.

د دغې ډلې د معلوماتو په اساس، انس حقاني له قطر څخه بېرته د بګرام زندان ته انتقال شوی دی.

د افغانستان جمهور رئيس د سې‌شنبې په ورځ د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې، په مشروط ډول د انس حقاني په ګډون د طالبانو د ډلې د درېیو مهمو غړو د خوشې کولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG